د پخلنځي نظافت او د مسموميت په وړاندې د مبارزې طلايي سپارښتنې
خوراکي مواد له ميکروبو خالی نه دي. په خوارکي موادو کی داسې کوچني ژوندي موجودات شتون لري چې کيدای شي زموږ روغتيا ته زيان ورسوي. خو د خوراکي مسمويت په وړاندې د مبارزي له پاره اغېزمنې لارې شته.
د مور خبرو ته غوږ ونیسئ!
کله چې ماشومان وو دا مو ډير ځله اوريدلي چې مخکې د ډوډۍ له خوړلو څخه لاسونه پرې مينځو! دا خبره په پخلي کي هم مهمه ده. دلته بيا ډير اهميت لري. ځکه د خوړو له لارې کيدای شي ميکروبونه د کورنۍ ټولو غړو ته ولیږدول شي. ښه دا ده چې لاسونه د ۳۰ ثانيو له پاره ومينځل شي، د ګوتو او پنجو منځ په اوبو او صابون سره په اساسی ډول پرې مينځل شي.
يو ځل کافي نه دي
لاسونه نه يوازې چې له پخلي تر مخه ومينځل شی، بلکې د پخلې په منځ کې هم او په ځانګړې ډول چې څوک پخلي کوی او له اومې غوښې، کب او هګيو سره لاس ووهي. که نه نو بيا ميکروبونه نورو کسانو ته لیږدول کیږي. د بیلګې په توګه په کاهو او رومي بادنجانو کې چې خام خوړل کيږی هم ميکروبونه شتون لري.
د حیواني موادو او ترکارۍ له پاره له جلا چاقو او تختې څخه ګټه اخيستنه
د ميکروبونو مخنيوي په موخه باید د حیوانی خامو موادو له پاره له داسې وسایلو کار واخلو چې په نورو خوراکي موادو کي ترينه کار نه وي اخیستل شوی. که ممکنه وي د پريکولو تخته او خاص چاقو يوازې د خامو موادو له پاره وي. هغه بايد د کبانو او غوښو له تختې څخه جلا وي.
يوه کرښه د بکترياوو له پاره لويه نړۍ ده
د ناروغيو لاملونه ډير دي. هغه څه چې زموږ په نظر يوه کوچنۍ کرښه او چاود وي، د سالمونلا باکتریاو له پاره لکه د يو غټ بازار په څير وي. پر تخته چې کوچني سوري وي، نو هغه وي په آسانۍ سره نه پاکيږي. بايد پاک ساتلو ته يې ډيره پاملرنه وشي.
کله چې د پاک کارۍ دستمال ميکروبي کيږي
سفنجونه او برسونه په پنخلننځي کې د ميکروبونو له پاره يو ستره سرچينه ده. د هغوی د کمولو له پاره بايد د امکان تر حده له کار اخیستنې څخه وروسته په تودو اوبو او صابون ومينځل شي او په داسی ځايی کې کيښودل شي چې وچ شي. سفنجونه بايد له څو ورځو څخه زيات استعمال نه شي.
حتي د لوښو صافي ګاني هم خوندي نه دي
د لوښو صافې ګانې هم لکه د سفنجونو په څير دي. له کاراخیستنې څخه وروسته بايد وچې شی او په څلور پنځه ورځو کې يو ځل ومينځل شي. برسیره پر دی هغه صافي ګانې چې د خامو غوښو او يا د ماتو شوو هګيو د پاکولو له پاره ورڅخه کار اخیستل شوې وي، بايد له مينځلو څخه تر مخه ترينه کار وانه خستل شي. ښه دا ده چې له يو ځل مصرف دستمالونو څخه کار واخيستل شي او سمدلاسه کثافت دانۍ ته واچول شي.
په يخچال کي د خوراکي موادو ساتل
ډيری کوچني ژوندي موجودات د حرارت له اوو درجو څخه په ټيټه درجه کي نه ډيريږی او يا ډېر ورو تکثر مومي. نو بايد غذايي مواد چې ژر خرابيږی په يخچال کی وساتل شي. خو مهمه ده چې يخچال په منظم ډول پاک وساتل شی تر څو د ميکربونو د تکثر مخه ونيول شي.
تودول د ميکروبونو د قاتل په توګه
تودول د ناروغيو د لاملونو له منځه وړلو له پاره يوه ډاډمنه لار ده. د دې له پاره باید غوښه، کبان او هګۍ سمې پخې شي. دا په دی مانا ده چې باید د خوراکي موادو داخلي فضا لږ تر لږه د حرارت په ۷۰ درجو کي دوه دقيقې توده شي. ترکاري او میوه چې خام خوړل کيږي بايد په سم ډول پرې مينځل شي.