د پښتورگو ناروغۍ نخښي څه ډول دي؟
پښتورګي د انسان په بدن کي یوه ډیره مهمه او اساسي دنده لري. پر نورو سره يې یوه اساسي دنده له بدن څخه د ادرار له لاري د زهرجنو موادو ايستل دي. په دې انځوریز البوم کې د پښتورگو ناروغۍ لس نخښي ښوول کيږي.
عمومي معلومت
د نړۍ د ټول نفوس۱۰سلنه یې د پښتورگو په یو ډول ناروغۍ اخته دي او په کلني ډول میلیونونه کسان له دې ناروغیو خپل ژوند له لاسه ورکوي. د پښتورگو د نه فعالیت له امله اوسمهال په نړوۍ کې شاوخوا ۲ میلیونه انسانان ډیالسیزیز درملنه ترلاسه کوي. په دې ډول د ماشین په واسطه د دوی له وینې څخه زهرجن مواد ایستل کیږي.
ستړیا او د ترمکز نه شتون
د پښتورگو د فعالیت د کمښت له امله د انسان په بدن کې زهرجن مواد زیاتیږي او وینه خپل خالص حالت له لاسه ورکوي. په پایله کې انسان د ستړیا ډیر احساس کوي، تمرکز له لاسه ورکوي او د کمزورتیا حس پیدا کوي.
د خوب ستونزه
سالم پښتورګې د انسان په بدن کې ډیري وظیفې لري. له وینې څخه د زهرجنو او اضافي موادو په ایستلو سره وینه تصفیه کوي. که چیري پښتورگي دغه دنده سمه ترسره نه کړي نو په وینه کې زهرجن مواد پاتيږي چې د بې خوبۍ لامل ګرځي.
وچ پوست
د ویني پاکولو په صورت کې د وینې سره کرویات تولیدیږي، هډوکي غښتلي شي او د انسان په بدن کې د معدني موادو اندازه برابره ساتل کیږي. ویچ پوست او د پوست تخریش تر ډیره پورې په بدن کې د معدني موادو د کمښت او یا هم د هډوکو د ناروغۍ له امله رامنځ ته کیږي. نو له دې امله که چیري پښتورگي سم کار و نه کړي نو هډوکي او معدني مواد هم په انسان کې له ستونزو سره مخ وي.
ډیر ځله ادرار
که چيري ډیر ادرار کوئ په ځانګړې توګه د شپې، نو دا هم د پښتورگو د تکلیف یوه نخښه ده. کله چې د پښتورگو فلترونه تخریب شي نو د انسان بدن دې ته اړيږي چې ډیر ځله ادرار وکړي. په نارینه وو کې کله نا کله دغه څه د پروستات او یا هم د مثانې د تکلیف له امله هم رامنځ ته کیږي.
په ادرار کي وينه
سالم پښتورگي په اصل کې له ویني څخه اضافي مواد تصفیه کوي او د زیړو، سرو یا سپین رنگه ادرارو له لاري د انسان له بدن څخه وځي. خو کله چې د پښتورگو فلترونه تخریب شوي وي، نو بیا فلترونه سوري یا لیک کیږي چې له امله یې په ادرار کې وینه ګډیږي. د پښتورگو پر تکلیف سربیره، په ادرار کې وینه د تومور، د پښتورگو ډبري او یا هم د ګردو د عفونت له امله هم لیدل کیږي.
په ادرار کې ډیر ځک
په ادرار کې ډیر ځګ د پروتین د شتون نخښه ده. که چیري په دوامداره توګه تر سترګو شي، نو باید د پښتورگو معاینه وشي، تر څو له ډیرو ناوړه ناروغیو مخینوی وکړل شي.
د سترګو پړسوب
په ادرار کې د پروتینو شتون د دې ښکارندويي کوي چې د پښتورگو فلترونه تخریب شوي دي او په پایله کې پروتین له ادرارو سره ګډیږي. د سترګو په شاوخوا کې د پړسوب یو لامل هم د پښتورگو د فلترونو تخریب په ګوته کیږي چې په پایله کې یې د دې پر ځای چې پروتین په بدن کې پاته شي، په ادرارو ګډیږي.
د پښو پاړسوب
د پښتورگو د فعالت د کمښت له امله په بدن کې سودیم ډیر پاتيږي چې د پښو په برخه کې د پاړسوب سبب ګرځي. د بدن په وروستیو برخو کې پاړسوب ممکن د زړه، ځګر، او یا هم د پښو د رګونو د ستونزي له امله رامنځ ته شي.
د اشتها نه شتون
دا د پښتورگو ناروغۍ یا تکلیف تر ټولو اصلي علت دی. په وینه او بدن کې د زهرجنو موادو شتون چې د پښتورگو له امله رامنځ ته شوی وي، د کم اشتهايي یو لامل دی. نو په دې صورت کې هم باید د خپلو پښتورگو درملنه وشي.