د چرګي د هګيو پټ رازونه ـ انځوريز البوم
د چرګو هګۍ د انسانانو له پاره د غذا يوه مهمه منبع ده او نژدې په ټوله نړۍ کي په بيلو اشکالو د غذا يا د غذا د جزء په توګه استعماليږي. خو د چرګو هګۍ ډير اسرار او رازونه هم لري.
اخترونه او هګۍ څه اړيکه سره لري؟
د مسيحي دين په ارتودوکس، کاتولیکي او هم پروتستانت مذاهبو کي په ايسټر يا د عيدالقيام په اختر کي د هګيو رنګولو دود له ۱۳مې مېلادي پېړۍ راهيسي دوام لري. خو په آريايي او نورو کلتورونو کي هم په اخترونو او په زياته د پسرلي په لمانځنو کي د هګۍ رنګولو يا ورته دودونه مروج دي ځکه چي هګۍ او رنګونه د مثمروالي يا ښېرازۍ سمبول تصور کيږي.
هګۍ څو دقيقې وايشول سي؟
زيات انسانان د سهار د چايو سره ايشېدلې هګۍ خوښوي. بعضي يې نرمه او بعضي يې لږ سخته بهتره بولي. خو د ايشېدلو پر وخت د هګۍ د چاکېدلو او سپين يې راوتلو وجوهات او د حل لاره يې کوم راز نه دی. که د هګۍ ايشولو پر وخت يوه خوراکي قاچوغه مالګه اوبو ته ولويږي نو بيا د هګۍ سپين ژر سختيږي او حتی د چاک کېدو په صورت کي هم نه راوځي. کوچنۍ هګۍ په پنځه او لويي هګۍ په شپږو دقيقو کي نورمال پخيږي.
کومه چرګه کوم رنګ هګۍ اچوي؟
هغه مفروضه چي ګواکي د چرګي د بڼکو له رنګ څخه د هغې د هګۍ د پوستکي رنګ اټکل کيدلای سي، بشپړه درسته خبره نه ده. په اصل کي که د چرګي د غوږونو نرمۍ سپين رنګ ولري نو سپيني هګۍ اچوي او که سور يا بل تاريک رنګ ولري نو نصواري، خاکي او ورته رنګونه هګۍ اچوي. يعني د چرګي د غوږ او هګيو رنګ اړيکه لري. چرګي تر سترګو شاته کښته د غوږ نرمۍ لري.
هګۍ ولي بېضوي شکل لري؟
دا چي هګۍ ولي بيضوي شکل لري، يو شمېر وجوهات او فايدې لري. بيضوي شکل د چرګي له پاره د هګۍ اچولو پر وخت آساني رامنځ ته کوي، ژر نه ماتيږي، د پوستکي سطحه او حجم يې بهترين تناسب لري، د تودوښي د ژر بدلون سره مقاومت کولای سي او لږ ځای نيسي. که هګي ګردۍ وای نو به ژر ماتېدلای او که چهارکونجه وای چرګي به يې په اچولو کي تکليف لرلای.
ايا پخه سوې يا جامده هګۍ بېرته مايع کيدلای سي؟
عمومأ سخت يا کلک مواد په ګرمولو سره مايع کيږي او د سړېدو وروسته بېرته سختيږي. خو هګۍ ولي تر ګرمېدو وروسته نه کلکيږي؟ او بل د سړېدو وروسته ولي بېرته نه مايع کيږي؟ د اومې هګۍ زياته برخه اوبه او پروټين تشکيلوي. د ګرمېدو پر وخت پروټين امينو تېزاب سره بيليږي او سختي/جامد والی رامنځته کيږي چي ديناتورېشن ورته ويل کيږي. د سنتريفيوژ په مرسته پخه هګۍ بېرته مايع حالت ته راوستل کيدلای سي.
هګۍ ولي په کيک، کُلچو او نورو خوراکي توکو ګډيږي؟
هګۍ له اوبو، غوړزګي، کېلسټرول، مينرالونو او پروټينو څخه متشکله وي. دغه اجزا د امولوسيون يا مستحلب کار ورکوي، يعني د هغو مايعاتو د يو بل سره په ګډولو او حل کولو کي مرسته کوي چي په اصل کي نه سره ګډيږي، لکه غوړي او اوبه، شودې او داسي نور.
هګۍ کي کله د چيچي زړه دربېدل پېلوي؟
د نر چرګ له لوري د وزر وهلو تر ۱۴ ورځو پوري د چرګ تخمونه د چرګي په بدن کي خوندي وي. هغه هګۍ چي د چرګ په تخم مثمره سوې وي، د چرګي له لوري د اچول کېدو څخه يوه ورځ وروسته پکښي د فيوټس يا جنين زړه دربېدل پيليږي چي په هګۍ کي موجودو موادو څخه خوراک کوي. که چرګه پر دغه هګۍ کښيني او په کافي او مناسبه تودوښه کي يې وساتي نو شل ورځي وروسته ورڅخه چيچی راوځي.
ايا په هره هګۍ کي چيچی وي؟
چرګي تقريبا هره ورځ يوه هګۍ اچوي خو صرف هغه هګي د جنين يا وروسته چيچي شکل اختياروي چي تر مخه د چرګ په تخم وهل سوې وي. په دې توګه نو هره هګۍ نه سي چيچی کېدلای. راپور ليکونکي: صوفيه واګنر او اېلا ولودينا پښتو ژباړه: احمدولي اڅکزی