د چین د واورو او يخ فيستیوال په انځورونو کې
د چین په شمالي ښار هاربين کې له واورو څخه د نندارې له پاره د جوړو شيانو کلنی نړيوال فيستيوال پیل شو. هنرمندان په دغې فيستيوال کې د نړۍ د نامتو ودانيو په بڼه، له واورو او يخ څخه ودانۍ جوړوي. دغه فيستيوال نړيوال شهرت لري.
د واورو کولوسئوم
د هاربين په نړيوال فيستيوال کې له واورې او يخ څخه جوړ کولوسئوم هم ليدل کيږي. د ايټاليا کولوسئوم تاريخي ودانۍ د دغه هيواد په پلازمينه روم ښار کې موقعيت لري. دا د نړۍ له مشهور ودانيو څخه ګڼل کيږي.
رنګين څراغونه
په چين کې د هاربين نړيوال فيستيوال له کال ۱۹۸۰ راهيسې ترسره کيږي. دغه جشن ته د نړۍ له مختلفو سيمو څخه په سلونو زره کسان ورځي. سږنۍ جشن به د فبرورۍ مياشتې تر ۲۸مې نیټې ادامه ولري.
شپه او ښکلا
د هاربين فيستوال ته جوړې ودانۍ د شپې په تياره کې لا ښايسته ښکاري. په لاس له وارو جوړو ودانیو کې د رنګه څراغونه رڼاوې فضا ته يو ښکلي رنګ وربښي.
د لوبو ځايونه
په دغه چينايي نړيوال فيستوال کې د نورو تر څنګ د لوبو ځايونه هم په نظر کې نيول شوي چې هغو کې يو هم د يخو څخه جوړ په تنګو کانالونو کې ښويدل دي. سيلانيان په ځانګړو کوچنيو وسيلو کښيني او بيا په سرعت په کانال کې په حرکت لويږي.
سړه هوا او لامبو
د هاربين نړيوال فيستوال د په زړه پورې مراسمو له جملې څخه يو هم په سړه هوا او سړو اوبو کې لمبيدل دي. د جمعې په ورځ ( ۲۰۱۹م کال د جنورۍ ۵مه) ډير شمير ځوانانو په داسې سړو اوبو کې چې شاوخوا يې کنګل شوې، ولمبل.
د واورو څخه جوړې نانځکې
په دغه چينايي نړيوال فيستيوال کې شاوخوا ۲۰۰۰ د واورو نانځکې هم درول شوي دي. دغه نانځکې چې د ډيرو سيلانيانو پام ځان ته اړوي په کوچنيو او لويو اندازو کې رغول شوي دي.