د چین په هاربن کې د کنګل او واورې فیستیوال
هغه کسان چې د چین په هاربن ښار کې په نړۍ کې د یخي او واورې تر ټولو ستر فیستیوال ننداره کول غواړي باید تاوده کالي واغوندي. ځیني کسان په سیند کې لامبي او ځینې نور بیا د خپل واده مراسم دغلته ترسره کوي.
اور او یخی
د اور لوبو په ترڅ کې په رسمي ډول د یخ او واورې فیستیوال په هاربن کې د جنورۍ پر پنځمه نیټه پرانیستل شو. هاربن د چین په شمال لویدیځ منچوري کې پروت دی. د سایبریا د بادونو له کبله د ژمي په موسم کې دغلته د تودوخې درجه د منفي لس څخه تر منفي ۲۵ درجو پورې رسیږي کله تر دې هم ټیټه وي. دغه فیستیوال د فبرورۍ تر پایه دوام کوي.
په ټول ښار کې بیلا بیلا پروګرامونه او له کنګل ودانۍ جوړې شوي دي. تر ټولو په زړه پورې مجسمې د ننداراتو په دوو اصلي مرکزونو کې دي او نندارچیان د هغې د لیدو له پاره باید پیسې تحویل کړي. له دې کبله د نندارې یو ځای د شپې له خوا هم پرانیستی وي او له کنګل جوړه ودانۍ له دننه څخه په څراغونو روښانه شوي دي. په ۲۰۲۰م کال کې دا ۳۶م وار دی چې دغه فیستیوال تر سره کیږي.
له یخي څخه هر ډول ودانۍ جوړې شوي دي. له ماڼیو، پلونو نیولی آن تر کلیساوو او سترې مجسمې شته. ځیني برجونه تر ۵۰ مترو هم لوړ دي. ځینې ودانۍ یخمالکونه هم لري او یوازې د ماشومانو له پاره نه دي، بلکې لویان هم ترې استفاده کولی شي.
له یخي جوړ یو ریل، چې هیڅ چیري سفر نه کوي. د هاربن ښار چې د چین په شمال ختیځ کې موقعیت لري، د سیاست او اقتصاد، پوهې او کلتور مهم مرکز ګڼل کیږي او له روسیې سره د سوداګرۍ دروازه ده.
په سږني نندارتون کې د یخي دغه ستره مجسمه تر ټولو زړه راکښونکي بلل کیږي. د نړۍ د بیلابیلو هیوادونو هنرمندان خپل هنر په دغه فیستیوال کې نندارې ته وړاندې کوي او خپل اثار باید همالته تولید کړي، چې د دوبي په موسم کې دغه مجسمې له منځه ځي. د هاربن په دغه فیستیوال کې شا او خوا د ۱۷۰ زره کیوبک متره یخ له بلاکونو استفاده شوې ده.
دا چې د واورې او یخي بلاکونو ته شکل ورکړل شي، هنرمندان له تیشې، سوټک، آرې او دې ته ورته ابزارو څخه کار اخلي. خو دا چاره هغوی په یوازې سر نه شي تر سره کولی او له دې کبله تر ۱۲۰۰۰ زیات کارګر څو اوونۍ په بیلا بیلو شفتونو کې په کار کولو بوخت وي.
نه یوازې ودانۍ او منارونه له یخي جوړ دي، بلکې له یخي جوړي هر ډول مجسمې رقابت ته وړاندې کیږي. په دغه انځور کې یو هندی هرمند په دې هڅه کې دی چې خپل کار بشپړ کړي.
خو د دغو هنرمندانو له پاره اومه مواد له کوم ځایه برابریږي؟ تر ټولو زیات بزګران چې په دوبي کې په خپلو پټو کې جوار او سویا کښت کوي، او په ژمي کې دغه پټي یخ وهلي وي د سونګ هوا له سیند څخه د یخي بلاکونه راباسي چې ۴۰۰ کیلو وي. د دې انتقال چارې د یوې پټۍ کمربند په واسطه تر سره کیږي. د یوه بلاک د راایستلو له پاره بزګران ۲،۵ ین تر لاسه کوي. د ۱۲ ساعته کار په ترڅ کې د ورځې شا او خوا ۶۴ یورو تر لاسه کوي.
په سیند کې دغه یخی باید لومړی قطع شي. بزگران دغه کار په ځانگړو ارو سره کوي. هغوی باید دې ته هم توجه وکي چې ونه خویږي او یخو اوبو ته و نه لویږي.
د یخي او واورې د دغه فیستیوال ځینې نندارچیان غواړي چې په یخو اوبو کې د لمبا سیالي وکړي. د سونګ هوا په سیند کې لامبل د واورې او یخي د فیستیوال برخه ده.
سړی کولی شي د دې اټکل وکړي چې زیاتره لامبو وهونکي ژر بیرته له اوبو راوتل غواړي. خو کله چې د اوبو د تودوخې درجه تر صفر لږه هم زیاته وي، تر اوبو د باندې هوا ډیره زیاته سړه وي.
د دغه فیستیوال په ترڅ کې پر سختي يخي هوا سربیره ډېري ناوي او زومان د خپل نوي ژوند سفر پیلوي. دغه ناوي او زومان د ډله ایز واده له پاره په کتار کې ولاړ دي.