د کابل د معتادینو مور: د خپل هر زوی له پاره مي ژړلي
په کابل کې د «مور کمپ» مسئولي لیلا حیدري، د دغه ښار له ډیرو معتادینو سره مرسته کړې ده چې خپل عادي ژوند ته ور وگرځي. معتادین په دغه کمپ کې تداوي کيږي او بیا د هغې په رستورانت کې کار کوي.
د لیلا حیدري فعالیت هر سهار د کابل له تر ټولو خرابې سيمي څخه پیلیږي. «پل سوخته» د معتادینو د ژوندانه د وروستي تمځای په توگه مشهور دی.
میرمن حیدري په نشو اخته هغه کسان چې له اعتیاد پريښودو سره لیوالتیا لري، له خپل ځان سره کمپ ته راولي. معتادینو ته د لیلا حیدري څیره آشنا ده.
د نن ورځې داوطلب معتاد هاشم نومیږي. دوه کاله کیږي چې هغه په نشو اخته شوی دی او اوس غواړي چې نشه پریږدي.
لیلا حیدري په نشو دغه اخته کس په خپل موټر کې سپروي او کمپ ته یې بیایي.
د نشې پریښودو او کمپ ته د داخلیدو له پاره لومړی قدم د مخدره موادو او هغو ټولو وسایلو ضبطول دي چې معتاد ترې استفاده کوي.
د «مور کمپ» کار کوونکي چې یو وخت ټول په نشو اخته ول او اوس یې نشه پریښې ده، کمپ ته له ننوتو سره سم د هغه د ویښتانو او نور صورت پاکوالي ته پام کوي.
هغوی لومړی هاشم لمبوي او کالي یې وربدلوي. هغوی هاشم ته روحیه ورکوي او تشویقوي یې.
په «مور کمپ» کې په نشو اخته کسانو درملنه هغه څوک کوي، چې یو وخت په خپله هم په نشو روږد وو.
کمپ ته د نوو راغلو کسانو پالنه او درملنه یوه میاشت دوام کوي.
تر هغه وروسته مشورتي ناستې تر سره کیږي. دغه مشورتي دورې د هغو معتادینو له لوري تر سره کیږي چې نشې یې پریښي وي.
د «مور کمپ» دغه معتادین تر یوې میاشتې وروسته د «نوم ورکو معتادینو» نړیوال انجمن ته ورمعرفي کوي او د هغو کسانو مفصله رواني درملنه پیلیږي چې نشه یې پریښي وي.
هغه معتادین چې نشې پریږدي نو د «تاج بیگم» رستورانت کې کار تر لاسه کوي. دغه رستورانت لیلا حیدري جوړ کړی دی. د «مور کمپ» د عاید یوازینۍ سرچینه هغه پیسي دي چې لیلا حیدري یې له تاج بیگم رستورانت، څخه په لاس راوړي.