د کرونا وبا پر مهال ښوونځیو کوم تدابیر نیولي؟
په ډیرو هیوادونو کې د کرونا ویروس پيښې مخ پر زیاتیدو دي او هغه هم د دوبي رخصتیو د ختمیدو پر مهال. په مختلفو هیوادونو کې ښوونځیو کوم تدابیر نیولي؟ د انځورونو په دې ګالرۍ کې یې لیدلی شئ.
تایلنډ: په یوه پلاستیکي بکس کې درس
د بنکاک په وات کلونک تویې، ښوونځي کې شا او خوا ۲۵۰ شاګردان د زده کړو پر مهال باید په دغه ډول پلاستیکي بکس کې کښېني. خو پر دې سربیره باید ماسک هم واغوندي. د هر ټولګي مخې ته یوه دستشوی او صابن دانۍ شته او د ښوونځي د ودانۍ په دخلي دروازه کې د تبې د اندازه کولو آله موجوده ده. دغه ډول سخت اقدامات خپل اغیز هم ښيې، ځکه چې له جولای میاشتې راهیسې په ښوونځیو کې د کرونا نوې پيښې نه دي رامنځ ته شوي.
نوی زیلنډ: کله ښوونځي ته تګ او کله محدودیت
د نوي زیلنډ په پلازمېنه ویلنګټن، کې د ښوونځي دغه زده کوونکي خوشاله دي، ځکه چې ښوونځي ته د تګ اجازه لري. دغه هیواد چې څو میاشتې پکې د کرونا کومه نوې پيښې نه وه ثبت شوې، څو ورځې ترمخه يې په ستر ښار کې د کرونا څلور نوې پېښې ثبت شوې. ښوونځي او غیر ضروري کاروباونه تړل شوي او له خلکو غوښتل شوي چې په کورونو کې پاتې شي.
سویډن: کوم خاص تدابیر نه دي نیول شوي
په سویډن کې د دوبي رخصتۍ دي. دغه انځور په ستاکهلم کې تر رخصتیو دمخه د فراغت مراسمو دی چې د کوویډ-۱۹، ناروغۍ پر وړاندې د دغه هیواد د ځانګړو اقداماتو سمبولیکه بڼه وړاندې کوي. د نړۍ د ډیرو هیوادونو برعکس په دغه هیواد کې نه د ماسک اغوستل اجباري دي او نه هم دوکانونه او ښوونځي تړل شوي دي.
آلمان: د ټولنیز واټن مراعاتول
د آلمان په دورتموند ښار کې د پېتري ابتدایه ښوونځي شاګردان ښيې چې څه ډول عمل وکړي: د آلمان د نورد راین ویستفالن ایالت په ښوونځیو کې د ماسک اغوستل اجباري دي. د آلمان د نورو ۱۵ ایالتونو برعکس دلته بايد د تدریس پر مهال هم ماسک واغوستل شي. دې ته باید انتظار وشي چې دغه اقدامات به څه ډول اغیز ولري. په دې ایالت کې د اګست له ۱۲مې نېټې راهیسې نوی تعلیمي کال پېل شوی دی.
فلسطین: تر څو میاشتنې وقفې وروسته بیا د ښوونځیو پرانیستل
د بیت المقدس سویلي خوا ته په ۳۰ کیلومترۍ کې په هیبرون کې دغه شاګردان یو ځل بیا ښوونځي ته تللي. خو باید ماسکونه واغوندي او په ځینو مواردو کې دستکشې هم په لاس کړي. د ماسک پر اغوستو سربیره د معلمې خوښي له ورایه څرګندیږي. هلته له مارچ میاشتې راهیسې ښوونځي تړلي ول. په فلسطیني سیمو کې هیبرون د کرونا وبا د خپریدو اصلي مرکز ګڼل کیږي.
تونس: له می میاشتې راهیسې د ماسکونو اجباري کیدل
د تونس په پلازمېنه کې د ټولګي دغه انځور د می میاشتې دی. په دغه شمالي افریقایي هیواد کې چې کله په مني کې ښوونځي بیرته پرانیستل شي، نو د ماسک اغوستل اجباري دي. په مارچ میاشتې کې په تونس کې د څو اوونیو له پاره ښوونځي تړل شوي وو. د تونس حکومت هڅه وکړه چې د تلویزون او انټرنټ له لارې د تدریس دغه تشه جبران کړي.
هند: د لاوډ سپیکر له لارې تدریس
د هند د مهاراشټر ایالت په ډنډوال، کې دغه ښوونځي د تدریس له پاره ځانګړې لاره غوره کړې ده. هغه شاګردان چې انټرنټ ته لاس رسی نه لري، د لاوډ سپیکر له لارې ورته هغه درس ویل کیږي څو له خپلو زده کړو پاتې نه شي. دغه ایالت په څانګړې توګه د کرونا ویروس ځپلی دی.
کانګو: لومړی تبه معلومول او بیا درس
د کانګو د پلازمینې په اطرافو کې د لېنګوالا، په سیمه کې چارواکي د ښوونځي د شاګردانو په منځ کې د کرونا ویروس د خپریدو خطر ډیر جدي نیولی. په دغه سیمه کې چې هر شاګرد ښوونځي ته ننوځي، ترمخه یې باید تبه کنترول شي. د ماسک اغوستل هم اجباري دي.
امریکا: په تر ټولو اغیزمن هیواد کې زده کړې
په امریکا متحده ایالاتو کې هم د شاګردانو د تبې کنترولول ورځنۍ چاره ګرځیدلې ده. په دغه هیواد کې د کرونا ویروس پر ضد مبارزې له پاره دا ډول اقدامات اړین ګڼل کیږي، ځکه چې د کرونا وبا سخت ځپلی دی.
برازیل: د ډاډګیرنې په پاره په غیږ کې نیول
ماورا سیلوا، د ریو دي ژینرو په لویدیځه برخه کې په یوه ښوونځي کې معلمه ده. په هغه سیمه کې چې دغه ښوونځی دی، د دغه میلیوني ښار د بې وزلو خام کورونه پکې پراته دي. هغه هڅه کوي چې د خپلو شاګردانو کورونو ته ورشي. کورونو ته د ورتګ پر مهال هغه دستکشې او پلاستیکي لباس اغوندي څو وکولای شي خپل شاګردان په غیږ کې ونیسي او یو څه ډاډګیرنه ورکړي.