د کرونا ويروس پر مهال مينه
په ټوله نړۍ کې په زرونو کسانو د کرونا ويروس خپريدلو له اندیښنو سره سره ودونه کړي دي. په سويلي کوریا او فلیپین کي ډله ايز ودونه وشول او ماسک لرونکو واده شويو جوړو په خپلو کي مينه ښکاره کړه او یو بل يې ښکل کړل.
کرونا د ميني خنډ نه شي گرځېدلای
د سویلي کوريا په ګاپيونګ ښار «نړيوالې سولې مرکز» کي په ډله ايز واده کې ناوي او زوم د خپل نوي ژوند پيل له نيکمرغه شيبو څخه خوند اخلي. په دغه هيواد کې د کرونا ويروس له خپريدلو څخه وروسته د فبرورۍ مياشتې پر اوومه نيټه د واده دغه مراسم تر سره شول.
له ماسک سره ښکلول
د فليپين په مرکزي ښار باکلود کې د فبروري پر۲۰ نيټه د واده ۲۲۰ جوړو، په داسې حال کې چې ماسکونه يې اغوستې وو يو بل سره ښکل کړل. د واده دغه مراسم د حکومت له خوا تمويل شوې ول. د واده له دغه زومانو څخه جان پاول په نامه يو تن د استراليا «ای بی نيوز» شبکې ته وويل: «له ماسک سره ښکلول يو جلا حس لري، خو اړتيا ده چې دغه کار وکړو.»
د والنتاین ورځ په بحران کې
د فلیپين په مانيلا ښار کې دغه میرمنې حفاظتې ماسک اغوستی او د ډله ايز واده صالون ته د ننوتلو له پاره انتظار باسې. د واده دغه جشن د فبروري مياشتی پر ۱۴ نيټه د والنتيان په ورځ تر سره شو. په فليپين کې ډير کله په دغه تاريځ ډله ایز ودونه کيږې.
د واده ګوته يا حلقه
د فرانسې خبري آژانس د رپوټ له مخې په سويلي کوريا کي په يو ډله ايز واده کې ۳۰ زره د پژې او خولې تړلو ماسکونه پر مېلمنو باندې وويشل شو. دغه مراسم د سون ميونګ مون له خوا په جوړه شوې وحدت کليسا کي تر سره شول.
د ډيري غونډو بندول
په سويلي کوریا کي د واده دغه مراسم په داسې حال کي ترسره شول چې غټې غونډې، لکه جشنونه، د تحصيلي فراغت مراسم، د پاپ موسيقي کنسرتونه د کرونا ويروس خپريدلو له ويرې لغوه شوې.
له ماسک څخه په خپله خوښه کار اخیستل
که څه هم د دغه ډله ايز واده په مراسمو کي پر ټولو باندې ماسکونه ويشل شوي ول، خو اغوستل يې جبرې نه وو. هر چا کولې شو له دغه ماسک څخه په خپله خوښه کار واخلي. ځينو بیا له دغه ماسکونو څخه کار وانه خیست.
د کرونا ويروس له انديښنو سره سره د ګډ واده محفل له خوښۍ او خوشالۍ سره مل وو. د زومانو او ناویانو دوستانو او کورنیو په دغه مراسمو کې ګډون وکړ. په سویلې کوریا کې په ډله ايزه توګه د ودونو شالید ۱۹۶۰لسيزې ته رسيږې.