د کرونا ویروس له بیري جرمنیان بې اندازې سوداوي کوي
۱۳۹۸ اسفند ۱۱, یکشنبهپه کراره کراره سره جرمني هم د کرونا ویروس د مرض سره لاس او گریوان کیږي ، او لکه په ۵۰ نورو هیوادونو کي هغه ددغه هیواد تر دروازو پوري رارسیدلی دی. داچي سړی دي، په کرونا ویروس باندي اخته سي ، هرځای یې امکان موجود دی. د بسانو څخه نیولې، متروگانو، ادارو ، مکتبو اوهر بل ځای کي. په مغازو او دوکانو کي هم په هغه د اخته کیدو خطر ډيریږي. ځکه نو جرمنيان اوس دې ته امادگي نیسي، چي د امکان تر حده لږ د خپل کور څخه دباندي ووزي او په یوه وار ډیري سوداوي وکړي.
که څه هم لویو تجاتي شرکتونو د اوونی په منځ کي ویلي وه، چی خلگ بې اندازې سوداوي نه کوي، خو تیره جمعه(د فبرورۍ میاشتي ۲۸ مه) خبره بل ډول سوه. داسي چي د یوه لوی شرکت، رېوه(REWE ) ویاندې ،کریستینا شویتڅ دویچه ویلي ته وویل، «موږ نه سو کولای ډیر ژر ټول د مخ پر ډیریدونکي تقاضا سره سم غذايی مواد تهیه کړو.»
پاته دي نه وي، چي تر ټولو دمخه پر اوړو، غنمو، وریجو،غوړو او نورو غذايی موادو باندي چور جوړ سوی دی.
د بلي خوا بیا لوفټ هانزا الماني هوايی شرکت هم غواړي خپل ۲۵ فیصده پروازونه راکم کړي.خصوصأ د لنډو او متوسطو فاصلو پروازونو کي.