ان که چیرته ساینسپوهان په ډیر سرعت سره د کرونا ضد د واکسین پر جوړولو کار وکړي، بیا به هم په نیږدې راتلونکې کې د کرونا ویروس ضد واکسین یا دارو درمل جوړ نه شي. تر ټولو آسانه لار، محافظتي لارښونې دي چې اغیزمنې ثابتیږي مثلاً لاسونه باید ډیر ومینځل شي. د روغتیا د نړیوال سازمان او د طبي ټولنو لارښونې په دې برخه کې عملي کړئ او هغه جدي وګڼئ.