د کرونا ویروس پر ضد کمپاین؛ راځئ په طبي سپارښتنو عمل وکړو
په پکتیکا کې د کرونا ویروس یوه مثبته پيښه ثبت شوې. د دغه ولایت د مختلفو سیمو په لسګونو مسافر له ایران او متحده عربي اماراتو څخه بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي. اوس په دې ولایت کې د عامه پوهاوي کمپاین پیل شوی.
که څه هم څو ورځې کیږي، چې د حکومت له لوري د پکتیکا مرکز ښرنې ښار د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه نیمه قرنطین شوی دی، خو لا هم د ښار په ځینو برخو کې ګڼه ګوڼه وي، خلک قرنطین نه عملي کوي او کرونا جدي نه نیسي.
بل لور ته له ګاونډي هیواد ایران او همدا رنګه متحده عربي اماراتو څخه په لسګونو مسافر د دې ولایت په لیرو پرتو سیمو کې بیرته خپلو کورونو ته ستانه شوي.
د لیري پرتو ولسوالیو د اوسیدونکو په وینا حکومت د عامه پوهاوي په برخه کې کوم پروګرام نه دی عملي، خو د دغه ولایت والي بیا دویچه ویله ته وویل چې په ولسوالیو کې روغتیایي کارکونکي او یو شمیر دیني عالمان د کرونا د مخنيوي له پاره خلکو ته پوهاوی ورکوي.
خو اوس د اکبر راحیل په مشرۍ د پکتیکا ولایت مدني فعالان لاس په کار شوي دي او د «راځئ په طبي سپارښتنو عمل وکړو او خپل ژوند وژغورو» شعار تر عنوان لاندې یي یو کمپاین په لاره اچولی دی.
د پکتیکا د مدني ټولنې فعالان خلکو ته د ماسکونو په ورکولو سره هغوی د کرونا ویروس خطر ته متوجه کوي او هڅه کوي په دې توګه د کرونا ویروس د خپریدو مخه ونیسی.
همدارنګه دغه مدني فعالان د ماسکونو د ویشلو ترڅنګ عام خلکو ته د ضد عفوني موادو او صابون څخه په استفادې په سمه توګه د لاسونو پاکولو او نورو احتیاطي تدابیرو په اړه معلومات ورکوي.