د کوټ ولسوالۍ اوسیدونکي د داعش له ویري کورونه پریږدي
له څو ورځو راهیسې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو او داعش جنګیالیو تر منځ جګړه روانه ده. ډیر شمیر ملکي اوسیدونکي اوس د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.
سیمه ییز اوسیدونکي وایي چې داعش یې ډیر شمیر کورونه سوځولي دي.
ډیر شمیر ځايي خلک د جګړې له ویرې د خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي.
ځايي اوسیدونکو دویچه ویله ته ویلي چې د داعش جنګیالي آن ښځې او ماشومان وژني.
تر دې مخکې په دې سیمه کې د داعش پر ځایي پاڅون هم شوی وو.
اوسه په سیمه کې د دولتي ځواکونو او داعش تر منځ جګړه روانه ده.
حکومت وایي چې په جګړه کې یوازې شپږ تنه ملکي وګړي وژل شوي، خو ځایي اوسیدونکي بیا د ملکي تلفاتو شمیره ډیر لوړه ښيي.
ډیر شمیر ځایي اوسیدونکي خپل هر څه پریښي او له کوټ ولسوالۍ څخه تښتیدلي دي.
انځورونه
1 | 7انځورونه