د ۲۰۱۶م کال د اوسکار جايزې ګټونکي
د اوسکار جايزو مراسم پای ته ورسېدل. د تر ټولو ښه فلم اوسکار «سپاټ لايټ» نومي فلم ته ورکړل سو. ديکاپريو چي د پنځم ځل له پاره اوسکار ته کانديد وو، ورته په لومړي ځل اوسکار ورکړل سو. بري لارسون هم دغه جايزه تر لاسه کړه.
د تر ټولو ښه مرکزي رول ښځينه ممثلي اوسکار جايزه د بري لارسون په برخه سوه. هغې ته دغه جايزه په «د ډېنش ګرل» فلم کي د ښه تمثيل په خاطر ورکړه سوه.
د اوسکار جايزو د محفل پرانستنه کريس راک وکړه. دغه تورپوستي هنر مند په خپلو شوخو خبرو کي هغو نيوکو ته اشاره وکړه چي ګواکي اوسکار اکثر سپين پوستو ته ورکول کيږي. ځيني تور پوستي تمثيل کوونکو له همدې کبله د احتجاج په توگه په سږني محفل کي گډون نه وو کړی.
سېم سميت ته د تر ټولو ښه فلمي سندري ويلو له پاره د دغه کاټېګورۍ اوسکار ورکړه سوه. نوموړي د جېمز بانډ د وروستي فلم له پاره سندره ويلې وه.
د تر ټولو ښه سکرين پلې اوسکار د «بيګ شارټ» فلم د چارلز رندولف او آدام مک کي په برخه سوه.
د تر ټولو بهترينه مرستيالي لوبغاړي جايزه د اليسيا ويکاندر په برخه سوه، چي په «د ډېنش ګرل» کي يې کار کړی وو.
د آرايش د کاټېګورۍ اوسکار د «مېډ مېکس» فلم په برخه سوه. لېسلي واندروالت، الکا واردګا او داميان مارتين دغه جايزه واخيستله.
د بهترين فلمبردارۍ جايزه د امانويل لوبز په برخه سوه. هغه تېر کال د برد مېن فلم په برخه کي هم دغه جايزه ګټلې وه.
د بهترين فلمي تدوين جايزه مارګارت سيکسل ته د «مېډ مېکس» فلم له پاره ورکول سوه.
د ږغ يا اوډيو د بهترين تدوين جايزه مارک منجيني او ډېويد وايټ ته د «مېډ مېکس» له پاره ورکړه سوه.
د بهترينه انځوريزه مناظرو اوسکار جايزه د «اکس ماکينا» له پاره اندرو وايټ هرست، پل نوري، مارک اردينګتون او ساران بنت ته ورکړه سوه.
د بهترين انيمېشن اوسکار د پيکسار کمپنۍ و پيت داکتر او جوناس ريورا ته د «اينسايډ اوټ» په برخه کي ورکړه سوه.
د «د بريج آف سپايز» په فلم کي د مرستيال لوبغاړي په توګه کار کوونکي مارک رايلنس ته د اړونده کاټېګورۍ اوسکار ورکړه سوه.
د بهترينه لنډ مستند فلم جايزه پاکستانۍ فلم جوړونکې شرمين عبيد چينوی ته د «يوه انجلۍ په درياب کي ـ د بخښني قيمت» په نوم فلم په برخه کي ورکړه سوه. د چينويي له پاره دا دويمه اوسکار جايزه ده.
د بهترين مستند فلم جايزه آصف کاپاديا او جېمز ګيريس ته د «اېمي» فلم له پاره ورکړه سوه.
لېدي ګاګا د Till it happens to you سندره د اوسکار جايزو په دغه محفل کي وويله.
د فلم د بهتريني موسيقۍ جايزه د «د اتو نفرت وړ کسانو» فلم له پاره و ۸۷ کلن اېټالوي انيو موريکونه ته ورکړه سوه.
د بهترينه فلمي ترانې جايزه و جيمي نيپر او سم اسميت ته د جمزبانډ فلم په برخه کي ورکړه سوه.
الخاندرو ايناريتو ته د بهترين پروډيوسر جايزه د «بېرته راګرځېدونکي» فيلم په برخه کي ورکړه سوه. نوموړي تېر کال هم اوسکار جايزه گټلې وه.
لئوناردو ديکاپریو څلور واري تر مخه هم د بهترين ايکټر د جايزې له پاره کانديد سوی وو، خو څلور واري يې نصيب کار ونه کړ. سږ کال هغه د «بېرته راګرځېدونکي» فيلم په برخه کي د خپل هنري ژوند لومړۍ اوسکار جايزه وګټله.
آخري جايزه د بهترين فلم وه چي د «سپاټ لايټ» په برخه سوه.