د ۲۰۱۸م کال د اوسکار جایزې ته څوک نومول شوي؟
که چيرې د اوسکار يوه جايزه گټل يو خوب وي نو آیا د يوه فلم څو وارې کانديدل د فلم د ښه والي نخښه ده؟ دلته هغه فلمونه او هنرمندان وگورئ چې د اوسکار جایزې ته کانديد شوي دي.
«ماته ستا په نوم غږ وکړه» فلم د ښه انځور او د تر ټولو ښه هنرمندان کتگورۍ ته نومول شوی
۲۲ کلن تيموتي کالامت چې په دې فلم کې یې د ۱۷ کلن ايلو نقش لوبولی، اوسکار ته نومول شويو په تاريخ کې دريم کم سن لرونکی هنرمند دی. په ډيره ځوانۍ کې د عاشقيدو پر موضوع دا فلم د ښه انځور کتگورۍ کې هم نومول شوی دی.
«د ايبنگ ميسوري د باندې درې لوحې» په نوم د ښه انځور، ښې هنرمندې او ښه مرستيال هنرمند کتگورۍ ته نومول شوی
دا جالب فلم چې د يوې مور په اړه دی، د پنځوو جایزو له پاره نومول شوی. مک دونالد چانس لري چې د ښې هنرمندې جايزه ترلاسه کړي. همدا راز دا فلم د ښه انځور او ښه مرستيال هنرمند هم په کتگورۍ کې هم د جایزې د اخیستو چانس لري. دا فلم د ښې کيسه ليکنې او ښه ايديتنگ په برخه کې نومول شوی دی.
آیا د «The Post» له پاره به ميریل ستريپ د ښې هنرمندې جایزه وگټي؟
ميريل ستريپ بې له شکه د هاليود د نړۍ يوه تکړه هنرمنده ده. په دې فلم کې ستريپ د «واشنگټن پوست» ورځپانې ژورنالستې کاترين گراهم نقش لوبولی چې د پنتاگون د مهمو اسنادو د بربنډولو له لانجې سره لاس او گريوان ده.
د«ليډي برټ» په نوم فلم د ښه انځور، ښه داريکتر، ښې هنرمندې او ښې مرستيالې هنرمندې په کتگوريو کې کانديد دی
د گريتا گیروک دا جالبه کوميډي د پنځوو جایزو له پاره نومول شوې. نوموړې د ښې داريکترې په توگه نومول شوې پنځمه ښځه ده.
فلم «Get Out» د ښه انځور، ښه هنرمند او ښه فلم جوړونکي په کتگورۍ کې نوموړل شوی
فلم جوړونکې جاردن پيل پنځم تورپوسته داريکتر دی چې نومول شوی. دا فلم د ښه انځور کتگورۍ کې هم کانديد دی. جاردن پیل یواځي دریم فلم جوړونکی دی چې د اسکار په ۹۰ کلن تاریخ کې د تر ټولو د غوره انځور لرونکی فلم ډایرکتري په غاړه لري . هغه د «بیري جنکسین » څخه وروسته چې د تیر کال د «مون لایت» په خاطر اسکار ته کاندید شوی ؤ، بل مخکښ ډاریکتر دی.
«دنکرک» د ښه انځور او د تر ټولو غوره فلم جوړونکي په کتگورۍ کې کانديد دی
کرستوفر نولانز د دويمې نړيوالې جگړې د وخت يوه مشهوره نښته د ډرامې په شکل وړاندې کړې. اته اوسکار ته نومول یې د بریالیتوب نخشه گڼل کيږي. د يادولو وړ ده چې په فلم کې مشهور برېتانوي پاپ سندرغاړي هیري ستايلز هم د يوه جدي سړي رول لوبولی. په سترو کتگوريو کې د نومانديدو ترڅنگ دا فلم د ښه غږ او ښه ايديتنگ جایزو ته هم کانديد دی.
د «اوبو بڼه» د ښه انځور، ښه فلم جوړونکي او ښې هنرمندې په برخو کې نومول شوی
دا ستر او بې ساری مینې داستان په ۱۳ کتگوريو کې نومول شوی دی. د داريکتر گويليرمو دل توروس د مينې پر موضوع جوړ شوې دا فلم د يوې داسې ښځې په هکله دی چې پر يوه ناآشنا سړي مینه کیږي. ويل کيږي چې دا فلم به ښايي ډيرې جایزې په لاس راوړي.
د «Blade Runner 2049» د فلم اخيستنې د هنر په کتگورۍ کې کانديد دی
دا کلاسیک ساينس فکشن فلم د فلم اخيستنې هنر کتگورۍ ته په نومول شويو کې تر ټولو ښه بلل کيږي. روجر دنکنز چې تر اوسه په کتگورۍ کې ۱۴ وارې نومول شوې خو يو وار یې هم دغه جایزه نه ده ترلاسه کړې. آيا ۲۰۱۸ کال به د نوموړي له پاره ښه کال وي؟
«Loving Vincent» ښه متحرک نقاشي فلم
دا فلم د يوه ځوريدلي «ايمپرشنیست» یا په اصطلاح «خیال پال» هنرمند د ژوند په اړه دی او د ښه فلم جایزې ته نوماند دی. د نړۍ د لومړي متحرک رسم شوي فلم په توگه داسې ښکاري چې دا فلم د اوسکار د ترلاسه کولو وړتیا ولري.