د ۲۰۲۲م کال تر ټولو نوي او لږ مصرفه موټرونه
که څه هم په ۲۰۲۰م کال کي د کرونا وبا په سبب د موټر جوړولو شرکتونه د مشکلاتو سره مخامخ سول، خو هغه په ۲۰۲۱ م کال کي حل او د راتلونکي ۲۰۲۲ کال د پاره عصري موټرونه بازار ته راوزی چی دلته یې تاسي ته تر ټولو ښې نمونې درپیژنو:
فولکس واگن ID Buzz
دا د فولکس واګن، میني بسونو نوی راژوندی سوی ماډل موټر دی، چي اوس ټول برقي سوی دی. دغه میني بسونه، چي په ۲۰۲۲ کال کي بازار ته راوزي، په دوو، یعني باربري او مسافر بري ماډولونو باندي طرحه سوي دي. بیه یې ۳۴۵۰۰ یورو تعیین سوې ده.
جی ام سي هامر EV
دغه موټر ټول برقي او باټري یې ۵۶۰ کیلومتره فاصله طی کولای سي. هغه ۱۰۰۰ هسپاوره قدرت لري او په درو ثانیو کي ځان د صفر څخه ۱۰۰کیلومترو ته رسولای سي. دغه هامر موټر چي په ۲۰۲۲ کال کي بازار ته راوزي، قیمت یې ۹۳۸۰۰ یورو تعیین سوی دی.
مرسیدس EQB
برقي دوه دیفرنسیل، مرسیدس موټر، چي په ۲۰۲۲ کال کي بازار ته راوزي، قیمت یې ۶۰۴۰۰ یورو ټاکل سوی دی. دغه"۳۰۰ EQB" او "۳۵۰ EQB" دوه ماشینه مرسیدس موټر د امریکا د بازارونو د پاره په نظر کي نیول سوی.
بې اِم وې، ۲ کوپه
بې ام وې، ۲ کوپه موټران په دوه ډوله ماشینو سره، چي یو یې څلور سلنډره او ۲۵۵ هسپاوره دی او بل یې شپږ سلنډره او ۳۸۲ هسپاوره دی ، په ۲۰۲۲ کال کي بازار ته راوزي. د دغه بي ام وې موټر قیمت ۳۰۸۰۰ یورو تعیین سوی دی.
اوډي e-tron GT
اوډي برقي موټران ډیر کامیابه او استقبال سوي هم دي. اوډی e-tron GT ماډل موټر، چي په ۲۰۲۲ کال کي بازار ته راوزي، ۶۳۷هسپاوره طاقت لري او په درو ثانیو کي ځان د صفر څخه ۱۰۰کیلومترو ته رسولای سي. د دغه اوډي ماډل موټر قیمت ۸۴۵۰۰ یورو تعیین سوی دی.
سولو
د "Electra Meccanica Solo" په نامه د برقي موټرانو نوې کمپنۍ په ۲۰۲۲ کال کي، مخصوص د ښارونو دپاره یو کامل الکتریکي موټر بازار ته عرضه کوي، چي درې عرادې او یوه چوکي به ولري. د دغه سولو موټر قیمت ۱۵۹۰۰ یورو تعیین سوی دی.
شورلیټ Bolt EV
د Bolt EV ماډل شورلیټ موټر، چي په ۲۰۲۱ کال کي لا بازار ته راوتلی دی، قیمت یې ۲۶۷۰۰ یورو تعیین سوی دی. باټرۍ یې ۴۱۶ کیلومتره فاصله طی کولای سي. دغه موټر د ۲۰۲۱ کال په دوبي کي لا موټرفروشانو ته تحویل سوی چي د رانیونکو د ښه استقبال سره مخامخ سو.
بې ام وې i4
بې ام وې i4 موټر کاملأ برقي دی او په ۲۰۲۲ کال کي به بازار ته راووزي. د هغه ماشین ۵۳۶ هسپاوره قدرت لري او بیټرۍ یې د ۳۹۴ څخه تر ۴۸۲ کیلومتره پوري فاصله طی کولای سي. ددغه بې ام وې موټر قیمت ۴۷۷۰۰ یورو تعیین سوی دی.
کیا کارنیوال
د «کیا کارنیوال» موټر بیه ، چي په ۲۰۲۲ کال کي بازار ته راوزي، ۲۷۷۰۰ یورو تعیین سوې ده. دغه موټر د ۱۱ کسانو دپاره ځای لري او په عین حال کي کولای سي ۱۶۰۰ کیلو ګرامه وزن هم انتقال کړي.
پورشه Taycan Cross Turismo
د «پورشه تایکان کروس تورسیمو» برقي موټر بیه، کوم چي په ۲۰۲۲ کال کي بازار ته راوزي، ۸۰۸۰۰ یورو تعیین سوې ده. د هغه ماشین ۳۷۵ هسپاوره طاقت لري.
داچیا Jogger
د رومانیايي «داچیا» لومړنی هیبرید موټر، چي په فرانسوي کمپنۍ رینو پوري اړه لري، په ۲۰۲۲ کال کي بازار ته عرضه کیږي. په دغه موټر کي چي ۷ تنه ځاییږي، قیمت یې ۱۳۹۹۰ یورو تعیین سوی دی.
تسلا Roadster
تسلا په راتلونکي ۲۰۲۲ کال کي د " Roadste" ماډل بازار ته عرضه کوي. د دغه برقي موټر بیه ۱۷۰۰۰۰ یورو تعیین سوې ده. هغه په ۲،۱ ثانیه کي د صفر څخه ۱۰۰ کیلومترو ته پورته کیدلای سي، چي ویل کیږي د جهان تر ټولو تیز موټر دی.
هونډای Ioniq 5 N
هونډای ایونیک 5N برقي ماشین او ۵۷۰ هسپاوره طاقت لري. هغه په درو ثانیو کي د صفر څخه ۱۰۰ کیلومترو ته پورته کیدلای او سرعت یې په ساعت کي ۲۶۰ کیلومتره ته رسیږي. ددغه برقي موټر بیه ۴۱۹۰۰ یورو تعیین سوې ده.