«دوزخ ته ښه راغلاست» او جي ۲۰ سرمشریزه
د آلمان په هامبورګ ښار کې د څور ورځو راهیسې د «دوزخ ته ښه راغلاست» ترنامه لاندې د جي ۲۰ سرمشریزې پرخلاف لاریونونه روان دي. دغه لاریونونه تیره ورځ په تاوتریخوالي اوښتي چې پولیس او لاریون کوونکي پکې ټپیان شوي هم دي.
د همبورګ په کوربتوب د «جي ۲۰» سرمشریزه
د روان کال د «جي ۲۰» ترنامه لاندې د سترو صنعتي هیوادونه ناسته د آلمان په همبورګ ښار کې ترسره کیږي. د دې سترې اقتصادي ناستې پایلو ته ټوله نړۍ سترګې په لار ده، خو د دغه لاریون پر ضد په همبورګ کې پراخ لاریونونه روان دي.
هر هیواد خپلې ملي ګټو ته اولویت ورکوي
که څه هم له دې ناستې څخه انتظارات په تر ټولو ټیټه کچه کې دي خو بیا هم هر هیواد هڅه کوي چې خپلي ملي ګټې خوندي کړي.
د اردوغان له پاره طلايي فرصت
داسې انګیرل کیږي چې د ترکیې ولسمشر اردوغان به له دې ناستې څخه ډیره ګټه پورته کړي. هغه په پام کې لري چې تر ناستې وروسته د آلمان د ممنوعیت باوجود په آلمان کې ترکانو ته وینا وکړي.
دوه ستر قدرتونه
د روسیې ولسمشر پوتین او د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر ترمپ به د دې ناستې په څڼده کې د لومړي ځل له پاره وویني. ټاکل شوې چې دوی به په مهمو موضوع ګانو لکه د اوکراین کړکیچ، د سوریې جګړه او پر روسیه باندې پر اقتصادي بندیزو هم خبرې اترې وکړي.
د جي ۲۰ پر ضد پراخ لاریونونه
د جي ۲۰ سرمشریزې پر ضد د آلمان د همبورګ په ښار کې پراخ لاریونه هم روان دي. دغه لاریونه تیره ورځ په تاوتریخوالي اوښتي چې له امله یې ګڼ شمیر ټپیا هم شوي دي.
سوله ایز لاریون
په لومړي سر کې دغه لاریونونه سوله ایز وو خو د وخت په تیریدو سره په تاوتریخوالي اوښتي دي. پولیسو د لاریون کوونکو پرضد اوبه، او د مرچو سپرې هم کارولې ده.
د همبورګ ښار ټاکل کیدل
له دې څخه تر مخه چي په هامبورګ کي د جي شل غونډه پېل سي، په دې تړاو زيات تاوده بحثونه تر سره سول چي ايا هامبورګ د دا ډول يوې غونډي له پاره وړ ځای دی که څنګه؟
لاریون که تاوتریخوالی
د جمعې د ورځي او شنبې تر منځ شپه کي په هامبورګ کي د بعضو احتجاج کوونکو له خوا سخت تاوتريخوالی رامنځ ته سو. په اصل کي د دغه احتجاج مقصد د جي شل سرمشريزي پر ضد احتجاج ؤ خو په بعضو راپورونو کي راغلي چي دغه احتجاج نور اجتجاج نه بلکه صرف «تاوتريخوالی» دی.
د دوکانونو چور کیدل
د هامبورګ په شانڅن ناحيه کي، چيري چي د جي شل ضد احتجاجونه روان ول، د جمعې په شپه ناوخته هغه وخت وضعه ترينګلې سوه کله چي دکانونه ولوټل سول او د پوليسو له خوا درول سوي موانعو ته اورونه واچول سول.
د دوکانونو چور او تالا
د هامبورګ ښار پوليسو له ولسي خلکو مرسته غوښتې چي هغه کسان پيدا کړي چي په تاوتريخوالي کي لاس لري. په دې ترڅ کي د هامبورګ پوليسو د شنبې (د ۲۰۱۷ کال د جولای ۸مه نېټه) په سهار پر انټرنټ اعلانونه خپاره کړل چي خلک ورسره کومک وکړي.
د لاریون کونکو تیت کول
د تاوتريخوالي په ترڅ کي د دغې سیمي د يو شمېر دوکانونو ښيښې ماتي کړل سوي. د پوليسو په وينا په يو شمېر دوکانونو کي سوځېدونکي توکي غورځول سوي تر څو دغه دکانونه وسوځل سي. پولیسو د مظاهره چیانو د تیت کولو له پاره اوبه او د مرچو سپرې هم کارولې ده.
پولیسو د مرستو غوښتنه کړې
پوليسو ويلي چي د دوی پر ضد هم د سخت تاوتريخوالي څخه کار اخيستل سوی. دا چي په دقيقه توګه کوم شمېر پوليس او عام وګړي ژوبل سوي، په هکله يې لا معلومات نسته.
د لاریون کونکو او ځايي اوسیدونکو ترمنځ شخړې
خو ژورنالستانو ليکلي چي د سيمي بعضي هغه اوسېدونکي هم د احتجاج کوونکو له خوا د تاوتریخوالي سره مخامخ سوي چي غوښتل يې لګېدلي اورونه ووژني.
د شخړو او تاوتریخوالي دوام
پوليسو ويلي چي د شپې پر وخت د څو ساعتونو ترينګلتيا څخه وروسته سهار وضعه آرامه سوه. ويل سوي چي نه يوازي په اړونده ناحيه بلکه په بعضو ګاوندي ناحيو ته هم د تاوتريخوالي لمن غځېدلې وه.
بې سابقه لاریون
د پوليسو وياند تيمو څيل ويلي: «موږ هيڅکله تر مخه دا ډول په لوړه اندازه کرکه او تاوتریخوالی نه ؤ ليدلی.»
لاریون ټپیان هم درلودل
د وياند په وينا د پنجشنبې د ورځي راهيسي ۲۱۳ امنيتي کسان ژوبل سوي او دا چي ښايي دغه شمېر نور هم جګ سي.
د انګلا مرکل موقف
د دې څخه ترمخه د آلمان لومړۍ وزيري انګېلا مېرکل ويلي ول چي د سوليز احتجاجونه درک کولای سي خو د «انساني ژوند په خطر کي اچول» او تاوتريخوالی د منلو وړ نه دی.
د آلمان د عدليې وزارت د لاریون کوونکو محکمه غواړي
د آلمان د عدلي چارو وزير هايکو ماس د تاوتریخوالي کوونکو د قاطع محاکمو غوښتنه کړې ده.
آیا سترې ناستې په سترو ښارونو کې ترسره شي؟
د هامبورګ په ښار کي د جي شل ضد احتجاجونو په تاوتریخوالي اوښتلو هغه بحثونه لا تاوده کړي چي ايا جي شل غونډي په لويو ښارونو کي جوړول سم کار دی که څنګه؟
د جي ۲۰ پر سرمشریزې سیاسي نیوکې
د المان د مسيحي سوسيال اتحاد ګوند د کورنيو چارو سياستوال هانس پېټر اوهل د آلمان د حکومت پر هغه پرېکړه نيوکه کړې ده چي د جي شل سرمشريزه يې په هامبورګ کي معقده کړه.
نیوکې او انتقادونه
نوموړي د اوسنابريوکر څايټونګ په نوم ورځپاڼي ته ويلي: «بايد د جي شل سرمشريزه له سره په يو مليوني ښار لکه هامبورګ کي نه وای پلان سوې. هلته د امنیت وضعه تر کنټرول لاندي ساتل ډېر مشکل کار دی.»