رباب د نړۍ د ناملموسو کلتوري میراثونو په لیست کې ثبت شو
۱۴۰۳ آذر ۱۵, پنجشنبهاعلان
دغه هنر د افغانستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان د ګډ کلتوري میراث په توګه په دغه لیست کې ثبت شوی دی.
د ملګرو ملتونو علمي، فرهنګي او د زده کړو برخي (يونسکو) د چهارشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د ډسمبر ۴) اعلان وکړ چي د ناملموسو فرهنګي ميراثونو د ساتلو د بين الحکومتي کمېټې په غونډه کي دغه ليست ته د د رباب د جوړولو او ږغولو هنر هم ور زيات سو.
دغه غونډه د ډسمبر مياشتي پر دوهمه نېټه په پاراګوای کې پيل شوه او د ډسمبر تر اوومې نېټې پورې به دوام وکړي او د نړۍ د نورو هيوادونو ناملموسکلتوري ميراثونه هم په دغه لېست کې شامل شوي دي.
یونسکو په ټولنیز او کلتوري پیوستون کې د رباب د رول ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې د موسیقۍ دغه آله د کلتوري تبادلې او پیوستون په پیاوړتیا کې په ځانګړې توګه د مهاجر میشتو ټولنو ترمنځ ستر رول لوبولی دی.