روسيې د ۳۶ اوکرایني ډرونونو د راغورځولو ادعا کړې
۱۴۰۳ تیر ۱۰, یکشنبهد روسيې دفاع وزارت پر تيلګرام لیکي: «دافع هوا سیستم د دندې پرمهال ۱۵ ډرون په کورسک سیمه کې، ۹ په ليپتسک، ۴ په ورونیش، ۴ په براینسک او دوه دوه په بیلګراد او اریول علاقو کې راغورځولي دي.»
د ورونیش والي الکساندر ګوسيف هم پر تيلګرام ليکلي چې دفاع وزارت «ګڼ شمېر اوکرايني ډرون له منځه وړي» او زیاتوي چې «ځاني او مالي زیان نه دی اوښتی.»
روسیه او اوکراین د ۲۰۲۲م کال فبرورۍ راهیسې پر يو بل د ډرون حملې کوي چې په هغو کې په سلونو کيلومتره واټن وهونکي ډرون هم شاملې دي.
د فرانسې خبري آژانس ليکي چې اوکراین روان کال د روسيې حریم کې خپلې د ډرون حملې زیاتې کړي. اوکراین وايي چې په دغو حملو کې د روسيې د پوځ او انرژۍ تاسیسات او همدارنګه سرحدي کلي او ښارګوټي، په نخښه کيږي.
د کورسک والي تېره ورځ ويلي وو چې د اوکراین د یو ډرون په حمله کې سرحد ته په څو مترۍ کې يو کور په نخښه شوی چې په کې د دوو ماشومانو په ګډون ۵ کسان وژل شوي دي.
(AFP)mks/aa