روسیه د افغانستان په اړه سیمه ییز کنفرانس جوړوي
۱۳۹۵ بهمن ۲۰, چهارشنبهد روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د سه شنبې په ورځ له خپل افغان سیال صلاح الدین رباني سره په یوه ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې هیواد به یې د افغانستان په اړه د یوه کنفرانس کوربه وي.
د هغه په خبره په دې کنفرانس کې به د افغانستان، پاکستان، چین، ایران او هندوستان استازي ګډون ولري.
لاوروف وویل: «موږ هیله لرو چې زموږ له شریکانو څخه دې په دې کنفرانس کې په لوړه کچه استازيتوب وشي. دیرو [دغو هیوادونو] په دې کنفرانس کې ګډون تایید کړی دی.»
لاوروف یو ځل بیا د مسکو موضع تکرار کړه چې طالبان باید «په رغوونکو خبرو اترو» کې ښکیل شي چې د افغانستان شخړې ته په داسې حال کې چې داعش په دې هیواد کې خپل حضور پراخ کړی دی، د حل یوه لار وموندل شي.
د روسیې په دغه راتلونکې ناسته کې به په د لویدیځو هیوادونو کوم استازي چې سرتیري یې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کې میشت دي، ګډون و نه لري. خو لاوروف هیله څرګنده کړه چې د مسکو او د دونالد ترمپ ادارې تر منځ اړیکې به ښې شي او د افغانستان پر سره به ګډ کار پیل شي.