1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

روسیه د چین سره ټوله سرحدونه تړي

۱۳۹۸ بهمن ۱۴, دوشنبه

د کرونا ویروس له کبله روسیه د چین سره خپل ۴۲۵۰ کیلومتره سرحد تړي او د چینايي کارگرانو قراداونه لغوه کوي. خو د واکسین په جوړولو کي ورسره همکاري کوي. په چین کي بیا د ځوانو جوړو څخه غوښتل سوي، چي خپل ودونه وځڼدوي.

https://p.dw.com/p/3X9vM
Grenzübergang Checkpoint China Russland
انځور: picture-alliance/dpa

تر دې د مخه د تیري دوشنبه په ورځ (د جنورۍ میاشتي ۲۷ مه) منگولیا هم د چین سره خپل تقریبأ ۴۷۰۰ کیلومتره سرحد وتړی.

د کرونا ویروس د سږو دغه نوې خطرناکه مریضي، د تیرکال په دسمبر میاشت کي په ووهان کي راپیدا او په شدت سره په ټوله دنیا او خصوصأ چین کي د خپریدو په حال کي ده. دغه ویروس اوس د نړۍ تر ۲۰ اضافه هیوادونو ته سرایت کړی او د چینايی چارواکو په حواله تر جمعې پوري یوازي په چین کي تقریبأ ۱۰۰۰۰ تنه په هغه اخته سوي او حداقل ورڅخه ۲۵۰ تنه وژل سوی دي. په نوره نړۍ کي حداقل په کرونا ویروس د اخته کیدو ۵۰ پيښي ثبت سوي دي، چي یوازي په جرمني کي ۸ ته رسیدلي دي.

Äthiopien Flughafen Addis Abeba | Sicherheitsmaßnahmen gegen Coronavirus
انځور: Getty Images/L. Dray

نه یوازي روسیې ددغه مرض په مقابل کي عکس العمل ښوولی، بلکه جرمني، د امريکا متحده ايالاتو، فرانسې، انگلستان او نورو ډیرو نورو هیوادونو هم د چین څخه خپل اتباع راایستلي ، هغوی یې قرانطین کړي  او نه پریږدي ، چي چین ته څوک ولاړ او یا ورڅخه راووځي.

AFPD/MQM/AWA