روسیه کې چاودنې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژلي دي
۱۴۰۰ مهر ۳۰, جمعهد جمعې په ورځ (د ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې پر ۲۲مه) د روسیې دولتي رسنۍ خبر ورکړی چې د کیمیاوي موادو د تولید په یوه فابریکه کې چاودنه شوې چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۶ تنه وژل شوي دي. د یادې رسنۍ په حواله، په دغه فابریکه کې بارود او کیمیاوي مواد تولید کیدل.
پر ټولنیزو رسنیو باندې د وژل شویو کسانو د لست د خپریدو په اساس د چاودنې پر وخت په فابریکه کې د موجودو ۱۷ کسانو له ډلې ۱۶ یې وژل شوي او یوازې یو تن یې د درملنې له پاره روغتون ته انتقال شوی دی. د چاودنې په ویډیو کې لیدل کیږي چې د چاودنې پر وخت یو ستره ژیړ رنګه لمبه آسمان ته پورته کیږي. تر پیښې وروسته په خپرو شویو انځورونو کې پراخه ویجاړي لیدل کیږي او له ځینو سیمو یې دودونه پورته کیږي.
د روسیې د ټاس خبري آژانس په حواله، تر اوسه پورې د چاودنې علت نه دی معلوم خو د یوې سرچینې په حواله وايي چې د تخنیکي پروسیجرونو نه عملي کیدل د پیښې اصلي دلیل دی.