سرچینه: د طالبانو د کډوالو وزیر په يوه چاودنه کې وژل شوی
۱۴۰۳ آذر ۲۱, چهارشنبهد طالبانو د کورنيو چارو وزارت يوې سرچينې دويچه ويله ته تائيد کړه، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په یوه چاودنه کې وژل شوی دی. له ۲۰۲۱ کال راهیسې د طالبانو په دویم ځل واکمنۍ کې دا تر ټولو مهم چارواکی دی چې وژل کېږي.
د طالبانو حکومت د کورنيو چارو وزارت يوې سرچينې دویچه ویله ته وویل، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر خلیل الرحمن حقاني په وزارت کې دننه په يوې چاودنې کې د څو نورو کسانو سره وژل شوی دی. تر اوسه د دغې چاودنې مسئولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی؛ خو تر چاودنې څو ساعته وروسته د طالبانو عمومي ویاند ذبېح الله مجاهد په یوې خبرپاڼې کې ویلي، چې د کډوالو وزیر خلیل الرحمن حقاني «د خوارجو په یوه ناځوانمردانه برید» کې وژل شوی دی. طالبان داعش ډلې ته د «خوارج» کلمه کاروي.
په دغې خبرپاڼې کې راغلي: «الحاج خلیل الرحمن حقاني...متاسفانه نن د هغو خوارجو له خوا په شهادت ورسېد، چې ځانونه مسلمانان بولي او له ځان څخه پرته نور مسلمانان تکفیروي.»
د طالبانو له واکمنېدو وروسته د ډېرو لویو او کوچنیو پېښو مسئولیت اکثره وخت داعش ډله پرغاړه اخلي.
خلیل الرحمان حقاني د حقاني شبکې لوړ پوړی غړی او د دغې شبکې د اوسني مشر او د طالبانو د کورنیو چارو د وزیر سراج الدین حقاني کاکا دی.
خلیل الرحمن حقاني په ۲۰۱۱م کال کې د امریکا د خزانې وزارت د نړیوالو ترهګرو په ليست کې شامل کړ، چې وروسته یې د امریکا د باندنیو چارو وزارت پر سر پنځه میلیونه ډالر جایزه وټاکله.