سعودي عربستان نړیوال پروازونه لغوه کړل
۱۳۹۸ اسفند ۲۴, شنبهد شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د مارچ میاشتې په ۱۴مه نیټه) د سعودي عربستان حکومت ویلي چې د کرونا ویروس د لا ډیر خپریدو د مخنیوي په موخه غواړي چې د دوو اونیو له پاره خپل ټول نړیوال پروازونه لغوه کړي.
د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په دې هکله په یوه ټویټري پیغام کې ليکلي: «د [سعودي عربستان] د سلطنت حکومت پریکړه کړې چې د یکشنې ورځې وروسته یعنې د مارچ میاشتې له ۱۵مې نیټې وروسته د دوو اونیو له پاره ټول نړیوال پروازونه د کرونا ویروس د لا ډیر خپریدو د مخنیوي له پاره لغوه کړي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې د سعودي عربستان خبري آژانس د دې هیواد په کورنیو چارو وزارت کې د یوه چارواکي په حواله ویلي چې د پروزاونو بندیز عمومي دی خو بیا هم استثنا به موجوده وي. دغه خبري آژانس همدا راز د یادې سرچینې په حواله زیاته کړې چې د سعودي عربستان هغه اتباع او په بهر کې میشت سعودیان چې د پروازونو د لغوه کیدو له کبله هیواد ته نه شي راتلی، او یا هیواد ته په راتګ سره قرنطین کیږي، هغوی ته استثنايي رسمي رخصتي هم په پام کې نیول شوي دي.
د سعودي عربستان د روغتیا وزارت په حواله په دغه هیواد کې تر اوسه پورې د کرونا ویروس ۸۶ مثبتې پیښې خو د دې ویروس له کبله د مرګ کومه پیښه بیا نه ده ثبت شوې. سعودي عربستان له وړاندې نه ځینو هیوادونو ته خپل پروازونه لغوه کړي وو. د سعودي عربستان چارواکو تر دې وړاندې، د عمرې مراسم هم د کرونا ویروس د خپریدو له ویرې لغوه کړي وو.