سنګاپور: غښتلی اقتصاد لرونکی ښکلی هیواد او سوله ایز ګډ ژوند
د پاکو سړکونو او هسکو ودانیو لرونکی سنګاپور د سیلانیانو د خوښې یو له هیوادونو څخه شمیرل کیږي. په آسیا کې پروت دغه هیواد د مختلفو ادیانو د پیروانو له پاره د سوله ایز ګډ ژوند له پاره یوه بیلګه هم ده.
د زمریانو کور
زمری د سنګاپور له مهم نښو څخه دی. په سانسکریت کې زمري ته «سینګا» وايي. سنګاپور بیا غښتلي او قوي ته ورته د زمري په معنی دی. د «مرلیون» مجسمه چې سر یې د زمري او لکۍ یې د ماهي یا کب ده، په سنګاپور کې ډیر مشهوه ده.
مارینا
سنګاپور د خپل نوم له کبله د هغو مسافرو د خوښې یو له هیوادونو څخه دی چې د پرواز پر مهال غواړي دلته یو لنډ توقف وکړي. د دې انځور په ښي اړخ کې لا هم د استعمار د دورې ځینې ودانۍ لیدل کیږي. په چپ اړخ کې بیا د سنګاپورې نوې څیره لیدل کیږي.
د مارینا بې سندز وتل هوټل
د سنګاپور د ودانیو په جوړولو کې ښکلا او هر راز ظرافت تر سترګو کیږي. د مارینا بې سندز هوتل په خپله هم د دې ښار یو له مشهورو ودانیو څخه دی. دغه هوټل ۲۰۰ متره لوړوال لري او پر سر یې یو پارک هم جوړ شوی دی.
د سنګاپور په آسمان کې لامبو
دا د مارینا بې سندرز هوټل پر سر باندې جوړ د لامبو حوض دی. په دې توګه نو د دې هوټل میلمانه کولای شي چې د هوټل پر۵۷ پوړ تر پرانیستي آسمان لاندې لامبو وکړي. هیره دې نه وي چې یوازې د هوټل میلمانه دلته د تګ اجازه لري او د هوټل کرایه هم ډیره لوړه وي. د هوټل د یوې شپې کرایه د یوه کس له پاره شاوخوا ۳۰۰ یورو ده.
ښکلې پارکونه او عصري ودانۍ
سنګاپور له ګڼه ګوڼۍ یو ښار دی چې شاوخوا ۶ میلیونه نفوس لري، خو په عین حال کې د آسیا یو له زرغونو ښارونو څخه شمیرل کیږي. دغه پارک په دې ښار کې د زرغونیزې پروژې تر ټولو تازه رغول شوی پارک دی. د ونو ترمنځ رغول شوې هوايي پلونه د دې ۱۰۱ هکتاري پارک تر ټولو جالبه برخه ده. په ځانګړې توګه د شپې پرمهال چې کله دغه مصنوعي ونې خپله رڼا خوروي، نو هرڅه له رنګونو ډک وي.
د نړۍ تر ټولو ستره ښیښه یي ګلخانه
په دې پارک کې دوې سترې ګلخانې هم رغول شوي. له ګلانو او بوټو ډکه دغه ودانۍ د ګینس په نړیوال رکارډ کې د نړۍ تر ټولو د سترې ښیښه يي ګلخانې په توګه ثبت شوې ده.
میوي ته ورته ودانۍ
د دې ودانۍ په جوړولو کې هم له طبعیت څخه الهام اخیستل شوی دی. په دې ودانۍ کې د تیاترونو یوه مجموعه جوړه شوې چې د ۲۰۰۰ کسانو د ځایولو ظرفیت لري. همدا راز پر یوه ستر بازار سربیره دلته د کنسرتونو یو سالون چې د ۱۶۰۰ کسانو ظرفیت لري.
د بوختیا له پاره خریداري کول
په سنګاپور کې د سیلانیانو یو له بوختیاوو څخه د توکو رانیول دي. د ښار په مختلفو برخو کې له عصري څخه هم ډیر عصري ودانۍ او بازارونه رغول شوي او هره ورځ له ۱۰ نه تر ۱۰ د شپې پورې پرانیستي وي.
د سوله ایز ژوند له پاره بیلګه
په سنګاپور کې مسلمانان، بودایان، هندوان او مسیحیان په سوله ایز چاپیریال کې ژوند کوي. د «چین ښارګوټي»، «کوچني هند» او یا هم د «عربو پر سړک» قدم وهل هم خپل ځانګړی خوند لري په ځانګړې توګه کله چې ځانګړي مراسم هم ادامه ولري. په دې انځور کې د چین د نوي کال مراسم لیدل کیږي. په دې ټاپو کې د ټولو ادیانو پیروان دوه ورځې عمومي رخصتي لري.
له ښو خوړو سره مینه
ټول سنګاپوریان پرته له دې چې د کوم قوم او یا مذهب پیروان دي، پر یوه موضوع ټول متفق دي او هغه ښه خوراک دی. د دفترونو کارکوونکي د غرمې پرمهال په بې صبرۍ سره د غرمې د ډوډۍ انتظار باسي ترڅو بیرون ووځي او د سړکونو پر غاړې بیلابیل خواړه وخوري.