سپوږمۍ ته د تګ دوه هڅې ناکامې شوې
۱۳۹۰ شهریور ۱۸, جمعهد دوو داسې راکټونو توغول، چې په دوو پلټونکو وسايلو سنبال دي، د جمعې په ورځ وځنډېدل. دغه خبر ناسا ورکړی دی. د دېلته ۲ په نوم راکټ تر تېل وراچولو وروسته لا زيات وخت ته اړتيا لري تر څو نورې تخنيکي معاينې هم وشي.
د سخت شمال له امله د بنج شنبې په ورځ پرواز وځنډېده، چې ښايي دغه الوتنه د شنبې په ورځ تر سره شي. د شنبې په ورځ د ښې هوا چانس شپېته سلنه اټکل شوې ده.
دغه دوه پلټونکي وسايل به د سپوږمۍ په مدار کې څرخي او د جاذبې د قوې په اړه به څېړنې کوي. له دې لارې به د سپوږمۍ د دننۍ برخې په اړه معلومات راټول کړای شي.
څېړونکي دا هيله لري چې د جامدو سيارو د رامنځته کېدو په اړه نوي معلومات حاصل کړي. د راکټونو په مرسته د دواړو پلټونکو وسايلو سفر به ښايي درې مياشتې دوام وکړي.
د سپوږمۍ په مدار کې به هغه بيا نوي ورځې وڅرخي تر څو د هغې سيارې په اړه نوي په زړه پورې معلومات راغونډ کړي.
آژانسونه/ نسیم صابر
کتونکی: مسعود جهش