شات یا عسل ستاسو د صحت له پاره څومره ګټور دي؟
اکثره خلک د شاتو د مختلفو خصوصياتو په اړه پوهيږي، خو ښايي ځوانان يې په اړه کافي معلومات ونه لري. په دغه انځوريز البوم کې به ولولئ چې شاتو خوړل ولې زموږ د روغتيا له پاره تر نهايي اندازې مهم دی:
شات د قوت سرچينه
شات د انسان په بدن کې حرارت او قوت رامنځ ته کوي. په ځانګړې توګه په سوړ موسم کې د شاتو خوړل بدن ګرم ساتي. که د ژمۍ په موسم کې شپې تر ويده کيدو د مخه، يوه د چاي خوري کاشوغه عسل په يو ګيلاس ګرمو اوبو کې حل او وڅښکل شي، وجود ورسره ګرم وي او ترڅنګ هاضمې ته هم ګته رسوي.
د شاتو خوړل د انسان عمر ډيروي
د زړه ناروغۍ يو متخصص آلمانی داکتر وايي چې هر سهار يوه کاشوغه خالص شات خوړل د انسان زړه قوي کوي او تر څنګ عمر هم ډيروي.
د قبضيت ضد
شات په خپل ترکيب کې اوسپنه لري چې دا د قبضيت په لرې کولو کې ځانګړی رول ادا کوي. په دې حساب د شاتو خوړل د هغو افرادو له پاره چې قبضيت او د نفس تنګۍ ستونزې لري ډير ګټور دی.
د ټپ او سوځيدلي دوا
پر سوځيدلي جسم او پر جسم باندي رامنځ ته شوی ټپ باندې د شاتو اچول درد او تکليف کموي. د نيوزيلند هیواد څيړونکي وایی چې شات د مکروب په لمنځه وړلو کې بیسارۍ رول لري.
په سوړ موسم کې ښه خواړه
د شاتو خوړل د ټوخي او زکام په څير ناروغيو له پاره هم ګټور دی. په منظم ډول د شاتو خوړل د انسان ته ډيرې ګټې رسوي ځکه شات په خپل ترکيب د اې، بې او سي ويټامينونه، معدني مواد، پوتاشیم، کلیسم او نور ضروري غذايي مواد لري.
جلدي ناروغۍ ته هم ګټه رسوي
شات د جُلدي حساسيتونو له پاره هم ګټور دی. د اړتيا په صورت کې که لږ شات د زيتون غوړو سره ګډ او بيا پر جلد ووهل شي نو په حساسیت کې ډير ژر کموالی رامنځ ه کيدای شي.
ښايست هم ډيروي
شات د دې وړتيا لري چې جلد ډیر ژر روښانه کړي. حتی کیدای شي د روښانه جلد درلودولو له پاره د ښکلا کولو ماسک پر ځای له شاتو څخه کار واخیستل شي. که د مخ کومه برخه د هغو آرایشي لوازمو له کبله چې ډير کيمياوي مواد لري زيانمن شوی وي، نو د شاتو وهل ورته ښه دي.
د وزن کمولو او خوب له پاره ګټور
شات معده پاکوي او په بدن کې د اضافي وازدو په کمولو کې هم مرسته کوي. ثابته شوې ده چې هر سهار په ګرمو اوبو کې شات او لیمو ګډول او څښکل يې د وزن په کمولو کې مرسته کوي. کارپوهان وايي که شپې له خوب څخه د مخه په يوه پياله شيدو کې شات ګډ او وڅښکل شي نه یوازې وزن کمولو سره مرسته کوي بلکې خوب هم ورسره ښه کيږي.
د بيرو درد ورکول
هغه کسان چې د غاښونو برس کولو پر وخت یې بيرې درد يا وينه کوي، که په اوبو کې لږ شات ګډ او بيا پر هغو باندې غاښونه برس کړي نو ممکن له دغې ستونزې خلاص شي.
له ناروغيو څخه لرې
هغه کسان چې په منظمه توګه خالص شات خوري هغوي له ډيرو ناروغيو څخه په امان کې وي.