شنګهايي کې د «ډزني لنډ» شانداره افتتاح
تر پنڅو کالو تعمیراتي کار وورسته د چین په ستر ښار شنګهايي کې تیره اوونۍ د امریکا د ډزني د شرکت د تفریخي پارک «ډزني لنډ» دروازې د مینه والو پر مخ پرانستل شوې. د پارک سره د خلکو علاقه ډیره زیاته ده.
د مي لاو شو یعني «مکي ماوس» سلام
په نړۍ کې د «ډزنی لنډ» دا شپږم تفریحي پارک د ۴،۹ ملیارد یورو په لګښت د بندري ښار شنګهايي په صنعتي سیمه یوډونګ کې جوړ شوی. په دې پارک کې به د ذزني ټولې مشهورې څيرې لکه مکي ماوس، سنو وایت او ډونلډ ډک لیدل کیږي.
د شنګهايي په پارک کې «د امریکا ستره مرکزي جاده» نشته
د نړۍ د نورو پنځوو دې ډول پارکونو برعکس د چین په «ډزني لنډ» کې مرکزي جاده د «مین ستریت یو ایس ای» پر ځای «مکي ایونیو» نومول شوې. خو د مرکزي جادې شا او خوا پراته رستورانتونه او دوکانونو د نورو پنځوو پارکونو په څیر دي.
د امریکايي فلمونو او تیاتر څخه اخیستل شوې منظرې
د شنګهايي په «ډزني لنډ» کې د اوبو ټالونه هم شته چې له ځنګله څخه تیریږي. دې ته په کتو سره سړي ته د سمندري غلو پر کیسو جوړ شوي فلمونه «د پایریټس آف دي کیربینین» ور په یادیږي. د «دي سنو کوین» په طرز د جوړ شوي سټیج تر څنګ دلته د «ستار وارز» د فلم د نقشونو مجسمې هم لیدل کیږي او سړی د «لاین کنګ» د میوزیکل څخه هم په چینايي ژپه کې خوند اخیستلای شي.
په تجارت کې ورسره چینايي ګوند هم شریک دی
د چین مرستیال ولسمشر (منځ کې)، د کمیونسټي ګوند د شنګهايي مشر (کیڼ) او د ډزني مشر بوب آیګر (ښی) د شنګهايي «ډزني لنډ» پرانست. د چین ولسمشر شي جین پينګ هم خپل د مبارکې پيغام استولی وو. په دې پارک کې د ډزني شرکت یوازې ۴۵ سلنه سرمایه بنده کړې او په اداري چارو کې ۷۰ سلنه ونډه لري. نو هر څه د یوه چینايي دولتي شرکت په لاس کې دي.
د ښه تجارت تمه
په چین کې د مخ پر زیاتیدونکي منځني قشر له کبله د ډزني شرکت د ښې ګټې په تمه دی. د یانګزی سیند شا او خوا پرته سیمه د چی هغه سیمه ده چې وګړي یې ښه عاید او د خرید ډير توان لري. د پارک د ټولې ورځې د ټکټ بیه ۶۸ یورو کیږي. د نړیوال بانک په حواله په چین کې په ۲۰۱۵ م کال کې د یوه تن میاشتنی اوسط عاید کابو ۵۵۰ یورو وو.
په هیواد کې دننه ډير سیالان
د رسنیو د رپوټونو په حواله په تیرو څو کالونو کې په ټول چین کې د ۳۳۰ زیات تفریحي پارکونه جوړ شوي دي. تر ټولو تازه مثال یې د چین د مرکزي سیمې نان چنګ ښار د «واندا پارک» دی. د دې پارک مشر وانګ زیانلین وايي چې د شنګهايي ډزني پارک به د خپل لګښت د پوره کولو له پاره هم شلو کالو ته اړتیا ولري. خو د ډزني مشر دا اټکل د خندا وړ یوه خبره بولي.
او په نوره نړۍ کې هم
د تفریحي پارکونو د څانګې د «این بي یونیورسل » په نامه امریکايي شرکت په پام کې لري چې تر ۲۰۱۹ م کال پورې د چین په پلازمینه پيکنګ کې د یونیورسل ستودیوز تر ټولو ستر پارک جوړ کړي. د دې پارک د جوړولو مقصد د چین د شمال اوسیدونکو ته د بالي وود د په زړه پورې او عجبو اړخونو ور پيژندل دي.