شولڅ او بورنو د جرمني او فرانسې پر دوستۍ ټینگار وکړ
۱۴۰۱ آذر ۵, شنبهاعلان
اولاف شولڅ د فرانسې د صدراعظمې، الیزابت بورنو سره به برلین کي تر ملاقات وروسته وویل چي «په هره اندازه چي سخت وختونه وي، په همهغه اندازه د جرمني او فرانسې ملگرتیا مهمه ده.» د جرمني او فرانسې روابط به نور هم عمیق سي.
شولڅ او بورنو د انرژۍ په برخه کي د همکارۍ یوه گډه اعلامیه امضأ کړه. جرمني، فرانسې ته د برق د لیږلو اطمینان ورکړ او فرانسې یې بیا په مقابل کي د گازو د لیږلو.