1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو آرزو خصوصي تلویزیون هم بند کړ

۱۴۰۳ آذر ۱۵, پنجشنبه

د طالبانو ادارې له لوري د ارزو تلويزیون د دفتر تر تړلو وروسته د افغانستان د خبریالانو مرکز د دغې رسنۍ د ژر تر ژره پرانستې غوښتنه کړې.

https://p.dw.com/p/4nmOA
طالبانو آرزو خصوصي تلویزیون هم بند کړ
طالبانو آرزو خصوصي تلویزیون هم بند کړ انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغانستان د خبریالانو مرکزد طالبانو ادارې  له لوري د نادولتي تلويزیون آرزو د نشراتو بندول غندلي دي. طالبانو ویلي دي چې دغه تلوېزیون یې د «اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف خپرونو» له امله تړلی دی.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د خبرپاڼې له مخې، د طالبانو ادارې استخباراتو د چهارشنبې په ورځ په کابل کې د آرزو تلويزیون پر دفتر چاپه وهلې او د دغې رسنۍ له کارکوونکو سره يې له ناسم چلن وروسته دفتر ورتړلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې طالبانو د دغه تلويزیون اوه کارکوونکي نیولي او د هغوی کمپیوټرونه یې هم ظبط کړي دي.

اړوند: ننگرهار: د یوه خبریال نیول کیدل او د ۱۷ محلي رسنیو د فعالیت ځنډول

په خبرپاڼې کې راغلي دي:«د افغانستان د خبریالانو مرکز دغه کړنه د آرزو تلویزیون او د کارکوونکو د قانوني حقوقو څخه د ښکاره سرغړونې په توګه غندي او د نیول شوي کسانو د ژر تر ژره او بې له کوم قید او شرطه خوشې کېدو او د یادې خصوصي رسنۍ  بېرته پرانیستلو غوښتنه کوي.»

طالبانو د رسنیو ازادي او مسلکي توب څومره سانسور کړی دی؟

د افغانستان د خبریالانو مرکز په خبرپاڼې کې راغلي دي، د آرزو تلوېزیون پر دروازه د طالبانو د امر بالمعروف ادارې یوه پاڼه نښلولې او پکې لیکلي یې دي، چې دا تلويزیون «د غیراخلاقي او مبتذلو سیریالانو د خپرولو له امله تر دویمې خبرتیا پورې تړل شوی دی.»

خو د طالبانو د امر بالمعروف وزارت پر خپلې ایکس پاڼې یوې خبرپاڼې خپرولو سره ویلي دي چې «یو شمېر کسانو د آرزو تلويزیون له نوم څخه په ګټې اخستنې د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف کړنې کولې.»

اړوند: د خبریالانو مرکز: طالبانو ژوندۍ او د دوی پر سیاستونو انتقادي خپرونې منع کړې

د امر بالمعروف وزارت په خبرپاڼي کې راغلي دي، چې له څېړنو وروسته ورته په ډاګه شوه چې «ځینو کسانو د ارزو تلويزیون له دفتر څخه په ګټې اخستنې، غیررسمي کسان ګمارلي ول، چې له هيواده بهر تلویزیونونو له لوري د تمویل پر اساس د اسلامي او ملي ارزښتونو خلاف سیریالونه او خپرونې دوبله کړي.»

طالبانو  پر افغانستان له دویم ځل واکمنېدو وروسته پر رسنیو »سخت« بندیزونه لګولي دي. له دې وړاندې په کابل کې بریا او نور تلویزیونونه هم طالبانو تړلي دي.