غني په افغانستان کي د قزاقستان د پانگوني غوښتنه کړې
۱۳۹۴ آبان ۲۹, جمعهافغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ د قزاقستان په پلازمېنه استانه کي له جمهور رئيس نورسلطان نظربايف سره په ملاقات کي د افغانستان په اقتصاد کي د پانگوني غوښتنه وکړه.
غني وويل: «د اقتصاد په برخه کي به زموږ دوې اړخيزي همکارۍ د ترانزيت او سوداگرۍ په برخه کي پراختيا ومومي او موږ په بې صبرۍ سره د قزاقستان او مرکزي اسيا د نورو هيوادونو د پانگوني په تمه يو.»
د قزاقستان له جمهور رئيس سره تر ملاقات وروسته غني وويل: «د افغانستان په اقتصادي برخه کي پانگوني ته د شرايطو برابرو له پاره به د دواړو هيوادونو يوه کمېټه جوړه سي او موږ به عملي گامونه واخلو.»
د قزاقستان جمهور رئيس نظربايف ويلي دي چي هيواد به ئې له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته دوام ورکاندي. هغه وويل: «افغانستان اوس په يوه ډېر ستونزمن حالت کي دئ، موږ وايي چي دغه حالت احساسو. موږ د ۲۰ ميليونو ډالرو په ارزښت بشردوستانه مرستي کړي دي او خپلو مرستو ته به دوام ورکو.»
پر امنيتي وضعيت بحث
دواړو مشرانو دغه راز په مرکزي اسیا کي د امنيتي وضعيت په اړه هم خبري کړي. نظربايف وويل: «دوهمه موضوع چي بحث موت پر کړی، هغه په افغانستان کي روان امنيتي وضعيت دی چي د مرکزي اسيا هيوادونو ته ئې څومره گواښ متوجه دئ. پر دې مو خبري وکړې، چي څرنگه کولای سو له تروريزم سره گډه مبارزه وکړو.»
محمد اشرف غني، ويلي دي چي په سيمه کي پر تروريزم باندي هغه وخت بريالي کېدلای سو چي د سيمي هيوادونه په گډه اقدام وکړي. هغه ويلي دي: «تروريزم سرحد نه پيژنې دا د ټولو له پار خطر دئ. نو موږ بايد له تروريزم سره وجنگيږو، څو نه زموږ ستر دين او نه مو بډايه کلتور له هغه څخه رنځ يوسي.»
غني زیاته کړه چي د افغانستان او قزاقستان او ډېر نور مسلمانان سوله او امنيت غواړي.