لنډ خبرونه له انځورونو سره
آلمان: د ایتلافي حکومت د جوړولو د مقدماتي خبرو وروستۍ مرحله
په برلین کي د یکشنبې په ورځ د ایتلافي حکومت د جوړولو د مقدماتي خبرو وروستۍ مرحله پیل سوه. په دغو خبرو کي د مسيحي دموکراټانو، سوسيال مسيحيانو، آزاد دموکراټانو او زرغون ګوند استازي کوښښ کوي چي ډیرمهم شخړه ایزه مسایل حل کړي. په ځانګړې توګه د مهاجرو د سیاست او اقلیم ساتني په برخو کې بحثونه تاوده دي.
د زیمبابوې پر جمهور رييس باندي فشار ډیریږي
په زیمبابوې کي چي پوځ د تیري چهارشنبې په ورځ قدرت په لاس کې ونیو پر جمهور رييس موگابي، باندي فشار ډیریږي. د زیمبابوې د استقلال د جنگ د پخوانیو سرتیرو د اتحادیې رییس او د حاکم گوند (څانو-PF) د مرکزي کمیټې غړي کریس موتس وانگوا، د حزب د سیاسي دفتر د ځانګړې غونډې په مخکي وویل چي موگابې به لیري سي.
امریکايي قومندان: د اټومي وسلو د استعمال غیرقانوني امر نه منم
د امريکا متحده ايالاتو د ستراتیژیکي وسلو قومندان جان هایتن، ویلي چي دی به د جمهور رييس دونالد ترمپ، د اټومي وسلو د استعمال یو غیر قانوني امر و نه مني. په کانادا کي د امنیتي مسایلو په یوه فوروم کي د هوايی قواوو دغه قومندانو وویل چي د ده په دندو کي دا شامله ده چي ولسمشر ته مشوره ورکړي. خو که هغه مثلأ غیر قانوني امر صادر کړي دئ به هغه دې کار ته متوجه کړي او ورسره به پر قانوني بدیلونو باندي خبري وکړي.
امریکا غواړي په واشنگټن کي د فتح د سازمان دفتر وتړي
د فلسطین او امريکا متحده ايالاتو ترمنځ د یوه ډیپلوماتیکي بحران د رامنځته کیدو خطر موجود دی. د هغه علت د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په واشنگټن کي د فتح سازمان یا PLO د دفتر د تړلو اعلان دی. د فلسطین خود مختاري ادارې استازو د امریکا د دغه اقدام تر اعلان وروسته ویلي دي چي هغوی به د امریکا د حکومت سره هر ډول مناسبات قطع کړي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر له روهنګیایي مهاجرو سره د مرستو ژمنه وکړه
د المان بهرنیو چارو وزیر زیگمار گابریل، په بنگله دیش کي د روهنگیا مسلمانو مهاجرو د کمپونو سره د ۲۰ میلیونو یورو مرستو وعده ورکړه. د کوتول پالونگ د کمپ څخه د لیدني پر مهال گابریل هلته د ژوند شرایط د نه منلو وړ وبلل. گابریل د سویډن او جاپان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره یو ځای د دغه کمپ څخه لیدنه وکړه. په دغه پلاوي کي د اروپايي ټولني د بهرنیو چارو مسئولې فدریکا موگَریني، هم برخه اخیستې وه.