لنډ خبرونه په متن او انځور کې
څیړنه: د آلمان ښارونه د نورو مهاجرو له پاره ځایونه نه لري
د یوه رپوټ په حواله د آلمان ښارونه او ناحيې به سږ کال د تقریباً ۳۷۰ زره مهاجرو له پاره سرپناوې ونه لري. زیاته شوې چې د ناحيو ادارې په ۲۰۱۵ م کال کې کابو ۸۷۰ زره مهاجرو ته د ځای د ورکولو اټکل کوي. خو دمګړۍ یوازې ۵۰۰ زرو مهاجرو ته د ځای د ورکړي ګنجایش شته. له همدې امله د آلمان د ښارونو او ناحیو فیډرالي ټولنه غواړي چې د مهاجرو د کورنیو د غړیو رادعوتول محدود کړل شي.
روسیه ایران ته د ایس ۳۰۰ راکټونو سستمونه ورکوي
روسېې له ایران سره د توغندیو د دفاعي سستمونو د ورکړي یو تړون لاسلیک کړی. د «آر آيي ای» خبري آژانس د روسیې د تجهیزاتو د دولتي بنسټ «روسکت» د مشر سرګې چیمیزوف له قوله ویلي دي چې د تړون له مخې به ایران ته د ایس ۳۰۰ توغندیو سستمونو ورکول کیږي. د راکتونو دغه تړون په ۲۰۱۰ م کال کې د ایران د اتومي پروګران پر سر د شخړې په برخه کې د لویدیځ د فشار له امله لغو شوی وو.
«کيدای شي اروپايي ټولنه ټوټه ټوټه شي»
د لوګسامبورګ د بهرنیو چارو وزیر ژین آسيلبورن د مهاجرو بحران ته په کتو سره د اروپايي ټولني له پاشل کیدو څخه خبرداری ورکړ. نوموړي د آلمان خبري آژانس ته وویل کله چې په داخل او خارج دواړو کې د یووالي پر ځای تجرید او د بیلوالي سیاست یوه قاعده وګرځي نو اروپايي ټولنه به ښايي «ډیر ژر» ټوټه ټوټه شي. ده زیاته کړه چې ځیني سیاستوال او ګوندونه د مهاجرت موضوع د ویرې او ترهې د پارولو په موخه کاروي.
د استرلیا په یوه مهاجر کمپ کې ګډوډي رامنڅته شوې
د استرلیا د کريسمس ټاپو د مهاجرو په یوه کمپ کې کډوډي رامنځته شوې. د استرلیايي او نوی زیلاندي رسنیو په حواله د کمپ اوسیدونکو د کوتکونو او لرګیو په واسطه دغه ودانۍ تخریب کړې، سیمي دیوالونه یې مات کړي او اورونه یي اچولي دي. دغه کډوډي په کمپ کې د ساتل شوي یوه مهاجر د وژل کیدو په نتیجه کې رامنځته شوي. د عیني شاهدانو په حواله دغه په خټه د ایران کردی مهاجر تر کمپ دباندي د یوه پاڼ نه خورزیدلی وو.
اسرائیلي سرحدي پولیسو يوه شکمنه فلسطینۍ برید ګره ویشتلې
د اسرائيلو سرحدي پولیسو پر یوې فلسطینۍ ښځي فایرونه کړي. د دفاع وزارت له خوا ویل شوي احتمالي برید ګره چې چاړه ورسره وه، د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د کنټرول د یوې پوستې پر لور روانه وه او کله چې له اخطارونو پرته هم ونه دریده نو د سرحدي پولیسو له خوا پرې ډزي پيل شوې. لا روښانه نه ده چې نوموړې وژل شوې او که ژوندۍ پاته ده.
نړیوال بانک: د اقلیم له بدلون سره به بې وزلي هم زیاته شي
د نړیوال بانک د یوې څیړنې په حواله د اقلیم بدلون به په راتلونکو ۱۵ کالو کې نور ۱۰۰ ميلیون انسانان له فقر سره مخ کړي. ویل شوي چې تر ټولو زیاتې به د نړۍ بې وزله سیمې یعني د افریقا د لوې صحرا سویلي برخه او د جنوبي آسیا سیمې ډيري اغېزمني شي. په څیړنه کې ویل شوي چې د اقلیم د بدلون له امله به ښايي تر۲۰۳۰م کال پورې د غلې کمښت د افریقا په ځينو برخو کې د خوراکي توکو بیې ډيرې لوړې کړي .
د روانډا او برونډي ترمنڅ ترنګلتیاوې مخ پر ډيریدو دي
د روانډا ولسمشر پاول کاګامې د ګاونډي هیواد برونډي حکومت په ولس وژنه تورن کړی. په دغه هیواد کې د زور زیاتي تازه لړې ته په اشارې سره کاګامې وویل چې له سهار تر ماښامه به انسانان وژل کیدل او بیا به پر سړکونو اچول کیدل. د بشري حقونو د فعالانو په حواله د برونډي په پلازمېنه بویومبورا کې د شنبې او یکشنبې په ورځو امنیتي ځواکونو ۱۱ انسانان ووژل.