له داعش سره د مبارزې له پاره د ايراني کردانو روزنه
د ايران د «کردستان د آزادۍ گوند» مشر ويلي دي چي د دغه گوند غړو ته د غربيانو له خوا له داعش سره د مبارزه له پاره پوځي روزنه ورکول کيږي. هغه ويلي دي چي له داعش سره مبارزه د ايران د حکومت پرضد مبارزې ځای نه نيسي.
د ايران د «کردستان د آزادۍ گوند» مشر حسين يزدان پناه (په انځور کي ښی خوا ته) اسوشېتد پرس خبري آژانس ته ويلي دي چي دوی د غربيانو له خوا د داعش پرضد پوځي روزل سوي دي.
اسوشېتدپرس خبري آژانس په دغه راپور کي ليکلي دي، داسي ښکاري چي دغه روزنه په هغه چوکاټ کي کيږي چي له مخي ئې عراقي کردان روزل کيږي.
دغه مشر ويلي دي چي په روان کال کي ئې د ايران په خاوره کي شپږ پوځي عمليات ترسره کړي دي.
د دغه راپور له مخي د ايران د کردستان د آزادۍ گوند (پي آې کا) غړي څو سونو کسانو ته رسيږي چي د عراق د پېشمرگه ملېشې په چوکاټ کي فعاليت کوي.
يزدان پناه له اسوشېتدپرس سره په خبرو کي زياته کړې ده هغو غربي پوځي روزونکو چي دوی روزلي دي په دې خبر نه ول چي دوی ايرانيان دي.
په عراق کي د ايران د کردستان د آزادۍ گوند غړو روزنه
د دغه گوند مشر ویلي دي چي دوی د ۲۰۱۵م کال د مارچ او سپتمبر مياشتو ترمنځ د امريکايي پوځي روزونکو له خوا روزل سوي دي.
د دغه گوند غړي د عراق د کرکوک ښار په ۱۵ کيلومترۍ کي پوستې لري.
د دغي گوند مشر ويلي دي چي د دوی مبارزه به د ايران حکومت پرضد دوام ومومي او د داعش پرضد مبارزه هيڅ وخت د ايران له حکومت سره مبارزې ځای و نه نيسي.
د دغه راپور له مخي د امريکا متحدو ايالاتو د دفاع وزارت ويلي دي چي پوځي روزنه او تجهيزات له داعش سره د مبارزې له پاره دي، نه له نورو هيوادونو سره د جنگ له پاره.
په دې وروستيو کي د ايران او عراق په سرحد کي د کردانو او ايران د «سپاه پاسداران» پوځيانو ترمنځ جگړې زياتي سوي دي.
کردي مخالفان د ايران حکومت پر اقليتونو باندي په تبعيض تورنوي.
د ايران د کردستان د آزادۍ گوند خپل هدف د کردستان خپلواک کېدل ټاکلی دی.
د ايران د کردستان د آزادۍ گوند غړو پوځي روزنه