له مهاجرو څخه عامو خلکو ته روغتايي خطر متوجه نه دی
۱۳۹۵ خرداد ۲۸, جمعهدغه خبره د «ویورڅبورگ» ښار د حاره اي طبابت کلینیک د ساري ناروغیو له څانگي څخه «اوگوست سټیش» نن (پنجشنبه په ورځ د جون ۱۶ نیټه) وکړه.
د ده په خبره خو بیا هم د مهاجرو په منځ کي نسبت د جرمني اوسیدونکو ته د ساري ناروغیو خطر ډیر دی، حتی دا ډول ناروغۍ چي دلته پیژندل سوي نه دي: «خو موږ باید پرې نږدو، چي دا د ښی اړخي عوام پالو له پاره یوه موضوع وگرځي او د مهاجرو پر ضد یې استعمال کړي.»
د ویورڅبورگ حاره اي کلینیک له لسو کلونو راهیسي ددغه ښار د ۵۰۰ پناه غوښتونکو د یوې سرپناه، طبي پالنه کوي.
د خپلو تجربو پر اساس سټیش او د هغه ملگرو غوښتنه وکړه، چي د مهاجرو له راتگ سره سم باید د هغوی هراړخیزه طبي معاینات وسي.
په اوس وخت کي مهاجر له خپل راتگ سره سم یوازي د ساري مریضیو له کله معاینه کیږي، او عمومي معاینات یې نه کیږي. اصلأ هغوی ۱۵ میاشتي وروسته د صحي بیمې کارټونه تر لاسه کوي.
په همدې حال کي د طبي مسلکي کانگرس شاوخوا۱۲۰۰گډون کوونکي تر یکشنبې ورځي پوري د نورو تر څنگ د ساري ناروغیو او له هغه سره د مؤثري مبارزې پر لارو چارو باندي بحثونه کوي.