له ځنګل کمپ څخه پاريس ته او بيا ...
د فرانسې په کاله کې پولیسو لخوا د «ځنګل» موقت کمپ له ورانيدو وروسته، په زرونو مهاجر پلازمينه پاریس راوړل شول. خو لا هم زیات شمير مهاجر غواړي بيرته کاله ته ولاړ شي تر څو له هغه ځایه بريتانيا ته تللي وي.
پاریس کې د مهاجرو د خيمو غورځول
د فرانسې پولیسو د پاریس ښار د ستالينګراد ميترو ستيشن ته نژدې د پياده روونو پر سر د مهاجرو درول شوې خيمې او د خوب لپاره هوارې کړل شوې دوشکې او بیسترې ټولې کړې. د کالې کمپ له ورانيډو وروسته پاريس کې د مهاجرو شمير تر ۳۰۰۰ پورې لوړ شو.
دا به د کمپ د پاک کارۍ وروستی ځل وي؟
مهاجرې ښځې په سړه هوا کې بسونو ته ولاړې دي تر څو یې د فرانسې ښار بلې سيمې ته د مهاجرو د پزيرش مرکز ته رسولي وي. په پاريس کې د مهاجرو کمپ په وروستيو مياشتو کې هم دوه ځله پاک کاري شوی وو. د پزيرش مرکزونه به په راتلونکې کې د موقتي کمپونو د جوړيدو مخنيوي وکړي.
پاريس کې پرته له کوره
په زرونو هغه مهاجر چې د «ځنګل» کمپ تر ورانيدو وروسته د فرانسې پلازمينې پاریس ته راغلي، په دې هيله دي چې بيرته کالي ته ولاړ شي، تر څو له هغه ځايه بريتانيا ته تللي وي.
د پاريس بونجور
د فرانسې حکومت لخوا په کالې کې د مهاجرو کمپ تر ويجاړيدو وروسته، یو شمير مهاجرو د پاريس ښار په کوڅو کې خپلې خيمې ودرولې. له همدې کبله اوس د فرانسې په کوڅو کې د مهاجرو شمير زیات شوی دی.
په اروپا کې پرته له کوره
کوم مهاجر چې تيرکال فرانسې ته رسيدلي ول، اکثره یې د افغانستان، عراق، اريتيريا او سوډان هيوادونو څخه دي. دوي غالباً هڅې کړي تر څو د لاريو او نوور وسايطو په ذريعه د بريتانيا پر لور وتښتي.
د کالې کمپ د تړلو ورځ
يوه ډله ځوان مهاجر په کاله کې «ځنګل» کمپ ته نژدې ولاړ دي. د اکتوبر میاشت په ۲۶ مه، کله چې پوليسو له کمپ څخه د شاوخوا ۱۰ زره مهاجرو د وښکلو کار پیل کړ، کمپ ميشتو په اعتراض کې اورونو بل کړل.
مهاجر له کالې څخه د وتلو په حال کې
د فرانسې د کالې په «ځنګل» نومې کمپ کې شاوخوا لس زره مهاجر په دې اميد ميشت ول چې بريتانيا ته به ځي. چارواکو د فرانسې نورو سيمو ته د دغو مهاجرو د انتقال پر وخت هڅې وکړې، تر څو يې د اعتراضاتو د پيښيدو څخه مخنيوی کړی وي.
د «ځنګل» کمپ
دا په کاله کې د «ځنګل» کمپ یوه برخه ده. په دغه کمپ کې مهاجر په ناپاکه کانتينرونو او خيمو کې په بد حالت کې ژوند کاوه. دغو خيمو د باد او لمر په مقابل کې ډیر کم مقاومت لاره.
اروپا لپاره يو شرم
د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند وویل چې نور به څوک پرې نښودل شي چې د کالې د مهاجرو په کمپ کې له سره میشت شي. د «ځنګل»کمپ په اروپا کې د مهاجرو د بحران د سمبول په توګه بدل شو.