له کرونا ويره: سعودي عربستان مکې او مدينې ته سرحدونه تړلي دي
۱۳۹۸ اسفند ۸, پنجشنبهد سعودي خبري آژانس SPA د چهارشنبې په ماښام خبر ورکړی دی چې د بهرنيو چارو وزارت په رياض کي ويلي دي چي دا له دغه مرض څخه د مخنيوي له امله مؤقتي تدابير دي.
په لومړي سر کي له هغو هيوادونو څخه عربستان ته د توريستانو پر سفر باندي بنديز لگول سوی چي پکښي د کرونا ويروس د پراخيدو خطر ډير دی. خو د هيوادونو نومونه نه دي اخيستل سوي.
ويل کيږي چي په دې ډول به له دې څخه مخه ونيول سي چي په سعودي عربستان کي دغه ويروس خپور سي.
دغه شاهي هيواد، تر اوسه پوري د کرونا د نوي ډول کومه پيښه نه ده تائيد کړې. خو د هغه په گاونډيو هيوادونو کي ډيري کسان په نوموړي مرض اخته سوي. په همسايه هيواد ايران کي د دغه ويروس په نتيجه کي د مړه سوو کسانو شمير ۱۹ ته رسېدلی دی. په تهران کي د حکومت په حواله، د دغه هيواد په مختلفو سيمو کي مجموعاً ۱۳۵ کسان په نوموړي ويروس اخته سوي دي.
همدرانگه په خليج هيوادونو لکه کويټ، بهرين، عربي اماراتو او همدارنگه عراق کي د کرونا ډيري پيښې تأييد سوي دي.
له دغو هيوادونو څخه مسلمان زيارت کوونکي مکې او مدينې ته چي دواړه د عبادت سپيڅلي ځايونه دي، سفرونه کوي.
همدارنگه د حج سترو مراسمو ته هم هر کال څه د پاسه يو اشاريه اته ميليونه انسانان له ټولې نړۍ څخه سعودي عربستان ته ځي، چيري چي د څو ورځو له پاره په ډير تنگ او گڼه گوڼه ځای کي د حج فرضي مراسم ترسره کيږي.
سږکال به د حج مراسم د جولای په آخره کي پيل سي.
سربيره پر دې په اوس وخت کي مسلمانان د عُمري له پاره هم مکې معظمې ته سفرونه کوي.