له کرونا ويروس څخه څرنگه ځان ساتلی شو؟
په نړۍ کې خلک د يوه ساري ويروس څخه د ځان ساتنې په موخه د ماسکونو څخه کار اخلي خو يو څو نورې موثرې لارې هم شته. په دې انځوريز رپوټ کې د روغتيا د نړيوال سازمان له خوا توصیه شوې لارې در پيژنو.
ماسکونه تر هيڅ ښه دي
دا ثابته شوې نه دی چې د پزې او خولې ماسک سړی په اغيزمنه توگه له يوه ويرس څخه ساتلی شي. يوازې ويل کيږي چې ماسکونه احتمالاً يو څه ميکروبه خولې او پزې ته د داخليدو ایسارولی شي. دا همدا راز د دې مخه نيسي چې انسانان خپله خوله او پزه لمس کړي چې انسانان دا کار په غیر شعوري توگه کوي. که يو څوک په رښتيا ناروغ وي نو دا ډول ماسکونه د دې مخه نيسي چې نور په ميکروب ککړ کړي.
لاسونه بايد په ميکروب ضد دوا پريمنځل شي
د روغتيا د نړيوال سازمان په هغه نوملړ کې چې د ميکروبي ناروغيو څخه د ځان ساتنې لارښوونې یې پکې کړي دي، د پزې او خولې د ماسک يادونه نه ده شوې، بلکې د نوملړ په سر کې راغلي چې بايد سړی خپل لاسونه په څو ځلي پريمنځي. د روغتيا نړيوال سازمان د الکهولي دواو لکه په روغتونو کې چې کارول کيږي، د استعمال سپارښتنه کړې ده.
صابون او اوبه هم ښه کار کوي
تر ټولو ساده او آسانه لاره په صابون او اوبو د لاسونو پريمنځل دي. خو دې ته مو بايد پام وي چې لاسونه مو په اساسي توگه پريمنځئ.
پرنجی او ټوخی - خو احتياط وکړئ
ډاکتران لارښوونه کوي چې د ټوخي او پرنجي پر وخت خپله خوله او پزه په خپله مټه کيږدئ او يا هم له دستمال څخه کار واخلئ او بيا دغه کاغذي دستمال وغورځوئ. خو د کميس او يا کرتۍ غورځولو ته اړتيا نشته. هغه چې پاک پريولل شي، کافي ده.
له ناروغو واټن ونيسئ!
يوه بله لارښوونه دا ده چې له هغه چا سره چې تبه او يا ټوخی لري، له نزدې تماسه ډډه وکړئ. که مجبور ياست چې ور نزدې شئ نو بيا د ځان د ساتلو له پاره اضافي گامونه پورته کړئ.
تبه لرئ! ډاکتر ته ولاړ شئ نه سفر ته
که چېري تاسې تبه لرئ، توخيږئ او په تنفس کې ستونره لرئ نو ډاکتر ته ورشئ. عامه ځايونو ته له ورتگ ډډه وکړئ څو نور ککړ نه کړئ. خپل ډاکتر ته دا هم ووایې چې کومو ځایونو ته سفرونه کړي ول.
له تماسه ډډه وکړئ!
د داسې سيمو د څارويو او کبانو په بازارونو کې چې د کرونا ويرس د خپريدو قضیې پکې ليدل شوي وي، د څارويو سره له مستقيم تماس ډډه وکړئ. هغو ځايونو او شيانو ته لاس مه ور وړئ چې دغه ژوي ورسره په تماس کې شوي وي.
له خامو حيواني موادو ډډه وکړئ
غوښه ښه پخه کړئ. د څارويو د خامو توليداتو له خووړولو ډډه وکړئ. اومې غوښې، شيدو او د نورو حيواني توليداتو سره بايد ډېر پام وشي او د پخو شيانو سره بايد گډ نه شي. دا کار د ناروغيو د خپريدو مخه نيولی شي.