له یخ څخه د جوړو شويو مجسمو فیستيوال
د چين په هاربن ښار کې د واورې او یخي فیستيوال پیل شوی دی. د يخ په دې کلنۍ مېله کې په ميليونو انسانان ګډون کوي. د ژمي دا مېله د رنګونو يو فیستيوال بلل کيږي.
دا مېله د جنورۍ پر پنڅمه نېټه د شپې پیل شوه. په لومړۍ ورځ دلته ډير کسان راټول شوي ول او ښکلې اور لوبه وشوه.
په دې مېله کې نندارې ته ايښول شوې مجسمې يوازې څو ورځې عمر لري. دا فیستيوال د چين په هاربن ښار کې چې يو قديمي ښار دی، جوړ شوی دی.
په دې مېله کې نه یوازې د ژويو، بلکې د تاريخي ودانيو مجسمې هم جوړول کيږي. په ژمي کې په دې سيمه کې د حرارت درجه منفي ۲۵ سانتي ګرادو ته ټيټيږي.
د يخ په دې ۳۳ فيستيوال کې ګډون کونکې يوې جوړې له ځاي رسنيو سره د خبرو پر وخت وويل: «داسې ښکاري چې سړی يوي بلې نړۍ ته راغلی وي. داسې يوه نړۍ چېري چې هر شی د يخ نه جوړ او ډير نازک دي.»
د سيمه ايزو رسنيو په حواله ځينې مجسمې ۳۴۰ متره اوږدې دي او په جوړولو کې يې کابو ۵۰۰ تنه شريک ول.
له يخ څخه جوړه دا مجسمه د جوړونکو د هنر ښکارندوي کوي. دا فيستيوال چې د فرورۍ تر وروستۍ ورځۍ دوام کوي، هرکال ورته نه يوازي د چين د بيلا بيلو برخو، بلکې د ټولې نړۍ څخه سيالانيان ورځي.
له يخ څخه د مجسمو جوړولو ترڅنګ د سنګ هاو سيند په يخو اوبو کې د لامبو مسابقې هم په دې سيمه کې دود دي. په دې مسابقو کې زيات وخت د منځني او پاخه عمر کسان ګدون کوي.
يوه مجسمه جوړونکي وويل: «زه له تيرو شلو کلونو راهيسې په دې مېله کې ګډون کوم او کله چې پخپل لاس جوړو مجسمو ته ګورم نو ډير خوشاله کيږم.»
د دې مېلې له پاره د مجسمو د جوړولو کار د دسمبر په نيمايي کې پيليږي. ډيري مجسمې د يوه دوه يا درې پوړيزې ودانۍ په اندازه لوړې وي.
د هاربن د يخ د نړيوال فيستيوال پر وخت ډيري جوړې دلته ودونه هم کوي. سږ کال ۱۸ جوړو دلته د خپل واده مراسم ترسره کړل. په چين کې د اته شميره د نيکمرغۍ سمبول ګڼل کيږي.