مهاجرو ته باید د مسلکي زده کړو اسانتياوي برابري شي
۱۳۹۴ اسفند ۱۴, جمعهد آلمانۍ ورځپاڼي «فرانکفورتر روندشاو» د معلوماتو پر اساس د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند غړي غواړي د ځوانو مهاجرو له پاره د مسلکي زده کړو د تضمین امکان برابر کړي.
ورځپاڼه د هغه سند حواله ورکوي چې د زرغون ګوند د جناح د ځوانانو د سیاست ویاندي بیاته والتر روزنهامر، د کار باراز له پاره له خپلی ګوندي ملګري بریته بوتمیر سره په شریکه چمتو کړی دی.
کډوالو ته د کار په بازار کې د پښې د ټینګولو په برخه کې د مرستې په موخه دغه ګوند وړاندیز کړی، چې مسلکي زده کړو ته د چمتووالي نیولو په ټوله موده کې او بیا وروسته د زده کړو پر وخت مهاجر دلته د اقامې یو مطمئن حق باید ولري.
که چیرې دغه مهاجر په آزموینه کې تر کامیابې وروسته د کار دایمي قرارداد ترلاسه کړي نو د پناغوښتني عريضې له نتیجې پرته بايد په آزاد ډول دوی وکولای شي په آلمان کې پرته له کوم محدودیت څخه د پاتېدو حق ولري.
بیاته والتر روزنهامر، په دې هلکه وویل: «مسلکي زده کړو ته د چمتووالي په موده کې ځوان مهاجرو ته د اقامې حق ورکول د دوی مسلکي زده کړو ته د راجلبولو له پاره هم ډیر مهم دي. او دوی ښايي د یوه عادي کار پر ځای تر مسلکي زده کړو وروسته کار کول غوره وګڼي.»
دا زیاتوي: «خپل مسیر ته د بدلون ورکولو دغه پر وخت چانس د ادغام سیاست له نظره هم اړین دی او د اقتصاد له پلوه هم پر ځای کار دی.» د نوموړې په خبره سربیره پر دې به مسلکي زده کړې ورکوونکي شرکتونه هم دا اندیښنه و نه لري چې زده کوونکې به یې د پنا غوښتنې دعوې تر نه منل کېدو وروسته خپلي زده کړې سر ته ونه رسولای شي.
د آلمان په پارلمان کې د زرغون ګوند د ګوندي ډلي د کار باراز مسئوله پوتمر دا طرحه «داسي یو وړاندیز وباله چې ځوانان یې نه شي ردولای.»
نوموړې زیاته کړه: «د مسلکي زده کړو تضمین چې زرغون ګوند یې لا د تیر کال په می میاشت کې د مهاجرو له پاره غوښتنه کړې وه، د راتلونکي له پاره پانګه اچونه او د ځوانو مهاجرو له پاره یو سګنال دی چې: څوک چې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي نو د یوه مطئمن او آزاد ژوند څښتن به شي.»