مهاجرو ته د ژبي د زده کړي کورسونه ورکول کيږي
۱۳۹۵ خرداد ۲۱, جمعهجرمني ته رارسېدونکي مهاجرو ته بايد له لومړي سره د ژبي کورسونو زمينه برابره سي. د جرمني د لويانو له پاره ښوونځيو اتحاديې ويلي دي چي په دې لاره کي به هر کال په ميليونونو يورو مصرف سي.
په جرمني کي د لويانو له پاره د ښووځيو اتحاديې «Volkshochschulverband» ويلي دي چي د دغه هيواد د ښووني او روزني وزارت پتېيلې ده چي مهاجرو ته د ژبي د زده کړي په برخه کي له کاله ۱۹ ميليونه ډالره مصرف کړي.
په پلان کي ده چي هر کال به په دغو کورسونو کي تر ۴۵۰۰۰ مهاجرو پوري د ژبي زده کړي کوي.
د دغي اتحاديې د معلوماتو له مخي د جرمني ژبي د زده کړي دغو کورسونو ته به له ۱۶ کلنۍ څخه هغه مهاجر ور سي چي تر اوسه پوري د ژبي او په ټولنه کي د ادغام کورسونو څخه پاته سوي وي.
ويل کيږي چي په دغو کورسونو کي به هغو مهاجرو ته لومړيتوب ورکړل سي چي په جرمني کي ئې د پاتېدو چانس ډېر وي.
خو د جرمني د ښووني او روزني وزيره يوهانا ونکر، وايي چي هغو مهاجرو ته به هم د ژبي د زده کړي کورسونو زمينه برابره سي چي د پاتېدو چانس ئې لږ وي.
د جرمني په ټولنه کي د ادغام له پاره د ژبي زده کړه ډېره مهم ده.