مهاجرو ته په آلماني پوهنتونو کې د شاملیدو زمینه
۱۳۹۵ بهمن ۲۶, سهشنبهدا پروګرام چې د «انتګرا» په نوم یادیږي د آلمان د علمي تبادلې دفتر (DAAD) یې د دغه هیواد د لوړوز ده کړو وزارت په سپارښتنه پر مخ وړي.
د دې پروګرام هدف هغو مهاجرو ته چې د آلمان په پوهنتونو کې د داخلیدو شرایط ولري او یا یې هم په دې برخه کې مقدماتي زده کړي کړي وي، په پوهنتونو کې جذبیدو ته زمینه برابروي.
د دغه رپوټ پر بنسټ په ټول هیواد کي ۱۲۷ پوهنتونونه او یا د لوړو زده کړو موسیسې تر څیړنې لاندی نیول شوي دي چې د «انتګرا» یا په لوړو زده کړو کې د مهاجرو د ادغام په برخه کې ونډه لري.
د دغې څیړنې په حواله ۵۶۴۵ تنه مهاجرو د پوهنتونونو په کورسونو کې ګډون کړی دی او ۵۹۵ تنو نورو بیا د عالي تحصیلاتو د موسیساتو په کورسونو کې برخه اخیستې ده.
یعنې د مجموعې شمیر ۶۵ سلنو یې د پوهنتونو او ۳۳ سلنو یې د عالي تحصیلاتو د موسیسو له پاره په کورسونو کې ګډون کړی دی. هغه ډله چې تر ټولو زیات یې ملاتړ شوی دی سوریایان دي چې د دغو ټولو زده کونکو ۷۶ سلنه برخه کیږي.
تر دې وروسته په دویم قدم کې افغانان او ایرانیان دي چې هر یو یې ۶ سلنه او په دې ترتیب عراقي مهاجرو په دغو کورسونو کې ۳ سلنه ونډه درلوده.
د آلمان د لوړو زده کړو وزارت له یوه کال راهیسې د هغو مهاجرو ملاتړ کوي چې غواړي لوړی زده کړي وکړي
دې موخې ته د رسیدو په خاطر پوهنتون ته د ژبې د امادګۍ کورسونو بشپړول، د تحصیل له پاره د دغه کس د وړتیا معلومولو آزموینې او پخپله خوښه او افتخاري کارونو د هغو کسانو له پاره مهم دي چې د لوړو زده کړو چانس ترلاسه کولو سره لیوالتیا لري.
د دې کار په خاطر د آلمان د معارف وزارت تر ۲۰۱۹ م کاله پورې ۱۰۰ میلیونه يورو ځانګړي کړي دي.
د دغه رپوټ پر بنسټ د هغو مهاجرو چې غواړي تحصیل وکړي دقیق شمیر تر اوسه پورې نه دی ټاکل شوی، دا ځکه چې د لوړو زده کړو موسیسو د مهاجرو موضوع نه ده مطرح کړې.
زموږ له ارشيف څخه نور مطالب: