مور د نړۍ - نړۍ د مور
داچي د يوې مور روغتيايي حالت څومره ښه دی، په دې پوري اړه لري چي هغه په کومه ټولنه کي ژوند کوي. په نړۍ کي د ميندو وضعيت ته د پام اړوني په موخه ملگرو ملتو د می يولسمه د مور د ورځ په نامه اعلان کړې ده.
فنلند د سرمشق په توگه
له کلونو راهيسي د «کوچنيانو د ساتني» نړيوال سازمان د ميندو په کلني رپوټ کي فنلند لومړی مقام لري. د دغه هيواد د ميندو او ماشومانو له پاره روغتيايي او تعليمي سيستم په نړۍ کي د نورو له پاره سرمشق دی. د ماشوم تر زيږيدو وروسته کوچنی او مور دواړه له پراخو پالنو او خدماتو څخه برخمن کيږي.
په آلمان کي د ميندو د شمير لږوالی
د آلمان فيدرالي جمهوريت هم د ميندو له پاره ډير زيار باسي. له کلونو راهيسي آلمان هم د هغو لسو هيوادونو په جمله کي دی چي د کوچني تر زيږيدو دمخه او وروسته د ميندو ښه پالنه کوي. سږ کال آلمان په دې درجه بندي کي اتم مقام لري. خو له دې سره هم د اروپايي اتحاديي د نورو غړو هيوادونو په پرتله د کوچنيانو د زيږيدو شمېره کښته ده. د دې کموالی دليل يوازي دا نه دی چي د کار او کورنۍ تر منځ انډول وجود نه لري.
په چين کي نوي ميندي
تر۳۰ کلن ځنډ وروسته د چين مشرۍ د خپل هغه سياست په مقرراتو کي چي «يوه کورنۍ يو ماشوم» ولري، آسانتياوي رامنځ ته کړې. هغه داسي چي: «وروسته له دې يوه کورني کولای شي چي دوهم کوچنی هم ولري، البته په دې شرط چي د کورنۍ پلار يا مور د خپلو والدينو يوازنی ماشوم وي. د چين د «يوه ماشوم درلودلو» سخت سياست له کبله پخوا اکثراً د ښځينه جنين په سقط کولو لاس پوري کېدی.
ډيري ميندي ناروغي دي
د نړيوال روغتيايي سازمان ښه خبر دا دی چي: له ۱۹۹۰ کال څخه راهيسي د ميندو مړينه ۴۵ سلنه راکښته شوې ده. خو بد خبر بيا دا دی: کله چي ميندي د ولادت پرمهال مړي، دليل يې دا دی چي د هغوی ډيری په داسي ناروغيو اخته وي چي معمولا د درملني وړ دي. لکه د شکر او چاغښت ناروغي. دغه ناروغي د مور او کوچني له پاره خطرونه له ځان سره لري.
په افريقا کي خطر ډير دی
د ميندو مړينه په افريقا کي، په خاصه توگه د صحرا په جنوب کي ډيره لوړه ده. د دې وجه پر نورو عواميلو سربيره، يو هم په دغه سيمه کې وسله والي نښتي دي. د بېلگې په توگه: د کانگو په ديموکراتيک جمهوريت کي د احصائيو له مخي يوه ښځه د يوه جنگيالي په پرتله زيات د مرگ له خطر سره مخامخ ده. ډيري ښځي د جنسي تيريو، اختطافونو او دغه راز د ايديز(HIV) په ويروس د اخته کيدو له خطر سره مخامخ دي.
کله چي کوچنيان ماشومان زېږوي
هغه ځواني نجوني چي د بلوغ په لومړيو کلونو کي حامله کيږي هم د ژوند له خطرونو سره مخامخ کيږي. په نايجريا کي نزدې نيمايي ښځي خپل لومړی کوچنی تر ۱۸ کلنۍ مخکي دنيا ته راوړي. په هند کي ډيري ښځي ډير مخکي واده کيږي. د صنعتي هيوادونو په پرتله په امريکا متحده ايالاتو کي د کم عمرو ميندو شمير زيات دی. په دي برخه کي د اروپا په کچه بريتانيا د ټولو په سر کي ځای لري.
ميندي د طبيعي ناورينونو قربانۍ دي
په فليپين کي د «هايان» تر تباه کوونکي توپان لږ وروسته يوې ښځي په يو بېړني کمپ کي خپل ماشوم دنيا ته راوړ. د «ماشوم د ساتني» سازمان د معلوماتو له مخي د يو طبيعي ناورين له امله د ميندو او کوچنيانو د مړيني خطر د نارينه وو په پرتله ۱۴ برابره زيات دی.
قابله يا دايي د ميندو د مړيني مخينوی کوي
په هغو هيوادونو کي چي روغتيايي خدمات کمزوري او يا نيمگړي دي، ميندوارتوب او ولادت دواړه ډيري وخت د ښځو د ميندوارتوب په عمر کي د مړيني لامل گرځي. له کلونو راهيسي افغانستان د هغو لسو هيوادونو په جمله کي وو چي د ميندو د مړيني کچه يې ډيره لوړه وه. خو اوس د قابله گانو له پاره د مسلکي زدکړو او په ټول هيواد کي د مختلفو ناورغيو پر ضد د واکسين د کمپاينونو له پراخيديو سره د ميندو د مړيني کچه راکښته شوې ده.
د ميندو له پاره هيلي
د پراختيا په درشل کي د نړۍ يولس هيوادونه توانيدلي دي چي د ميندو د مړيني يو پر څلورمه کموالي سره د ملگرو ملتو زريز هدف ته رسېدلي دي: د هغو په جمله کي حبشه، بهوتان، کمبوديا او نيپال شامل دي. خو په افريقا کي د يوې ۱۵ کلني مور ژوند اوس هم د ميندوارۍ په دوره يا وروسته کي نسبت هغو ميندو ته چي په عين عمر کي په اروپا کي ژوند کوي، سل چنده زيات له خطر سره مخامخ دی.
د ميندو او ماشومانو له پاره غوره چانسونه
د دې له پاره چي ميندوارتوب او ولادت د ښځو روغتيا له خطر سره مخامخ نه کړي، د روغتيا نړيوال سازمان او د «کوچنيانو د ساتي» سازمان په ټوله نړۍ کي د ښځو له باره مسلکي روغتيا پالنه، ټولنيزه ساتنه، د ښووني او روزني ښه شرايط او عامه پوهاي له پاره غوښتني کوي. هدف دا دی چي: ميندي او کوچنيان دواړه د ژوند له ښو چانسونو څخه برخمن شي.