«موږ یوازې د پرمختګ په خدمت کې یو»
۱۳۹۸ آذر ۲۷, چهارشنبهد چین د سویل لویدیځ په شنژن ښار کې د هواوي د مخابراتي تکنالوژۍ شرکت په ساحه کې ډیری ځوانان لیدل کیږي. هغوی د دریشي پر ځای عادي کالي لکه خولۍ لرونکي جاکټونه او کوبای پتلونونه اغوستي او سپورتي بوټان یې په پښو دي. هره ورځ د غرمنۍ له پاره وقفه وي، څو د آرامتیا شیبه هم ولري.
هغه ودانۍ چې موږ پکې د دغه شرکت د مشر لیانګ هوا، سره مرکه کوو ساده ده. د مرکې له پاره ټاکل شوی ځای د شان او شوکت د ښوولو له پاره نه دی غوره شوی. زموږ میلمه صمیمي دی. د دغه مرکې موخه او شالید ډیرې معرفي ته اړتیا نه لري: د چین د تکنالوژۍ شرکت هواوي د متحده ایالاتو له بندیزونو سره مخامخ دی او دغه څه له چین سره د اروپایانو د چلن په برخه کې د ستونزو د سمبول په څیر ګرځیدلی دی. له یوه اړخه ورته اړتیا هم شته او له بل اړخه اندیښنې هم شته.
په لویدیځ کې ناباوري
دا ځکه چې هواوي د ۵-جي تیز سرعت د معیار له مخې د معلوماتو د انتقال په برخه کې په نړیوال بازار کې مخکښ دی. ځکه چې ۵-جي تکنالوژي د اتوماتیک موټرو، انټرنیټي چارو، په فابریکو کې د بسته بندیو د نوي پروسس، «ځیرکو ښارونو» او نورو ډیرو شیانو له پاره مهمه ده.
خو په لویدیځ کې په ډیر شمیر هیوادونو کې د هواوي شرکت ته د شک په سترګه کتل کیږي. ځیني کارپوهان داسې اټکل کوي چې هواوي که څه هم یو شخصي شرکت دی، خو د [کمونست] ګوند د مشرتابه لارښوونې بايد تعقیب کړي. په می میاشتې کې د متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ پر امریکایي شرکتونو باندې له یوه ځانګړي جواز پرته له هواوي شرکت سره د راکړې ورکړي بندیز ولګاوه.
«موږ کولی شو له متحده ایالاتو ځان مستقل کړو»
لیانګ هوا، په دې هکله مستقیما خبرې نه کوي چې د متحده ایالاتو اقداماتو د هغه شرکت سخت اغیزمن کړی دی. هغه وایي: «زموږ لومړیتوب دا دی چې خپله بقا خوندي کړو.» هغه پر دې ډاډه دی چې پر دې به موافق شي: «کله چې متحده ایالاتو هواوي په تور لېست کې شامل کړ نو موږ هغې یوې الوتکې ته ورته وو چې هر ځای یې سوری وي. خو موږ الوتنې ته ادامه ورکړه او پر دې وتوانیدو چې بیرته یې ډاډه خپل کور ته راستنه کړو.» د هغه په خبره هواوي به له امریکا سره د سوداګرۍ پرته هم وده وکړي.
لیانګ هوا، ادعا کوي کوي چې د چین او امتحده ایالاتو تر منځ سوداګریزه شخړه د هواوي پر کاروبار باندې کوم اغیز نه لري. د هغه په خبره دغه شرکت به هغو هیوادونو او سیمو ته تمرکز وکړي او وده به ترلاسه کړي چې لا تر مخه پکې فعالیت کوي.
د بیلګې په توګه په اروپا کې. هلته هم په دې هکله اختلافي بحثونه کیږي چې آیا هواوي شرکت ته اجازه ورکړل شي چې د پنځه جي شبکه جوړه که نه. متحده ایالات هڅه کوي چې پر خپلو اروپایي متحدینو باندې فشار راولي چې له هواوي شبکې څخه تیر شي. خو په هسپانیه کې هواوي د پنځه جي د شبکې د پراخوالو په حال کې دی. په آلمان، فرانسه، او بریتانیا کې د امنیتي چارو اړونده زیربناو کې د چین د ښکیلتیا پر ضد سخت مقاومت شته.
«د هواوي پر ضد ملحوظات بې اساسه دي»
کله چې د دې ملحوظاتو په هکله پوښتنه وشوه، لیانګ هوا په لومړي سر کې د مشتریانو له نظره هغه ګټې وشمیرلې چې د هواوي او د پنځه جي تنکالوژۍ په برخه کې مخکښ نقش لري. خو د [چین] ملي امنیت ادارې د قانون په هکله به څه کیږي چې هواوي دې ته مجبورولی شي چې د خپلو مشتریانو معلومات راټول کړي او د پیکینګ مشرتابه ته یې وسپاري؟
د دې پوښتنې په ځواب کې لیانګ هوا وویل: «هواوي په تیر وخت کې هیڅکله داسې سپارښتنه نه ده ترلاسه کړې چې دولت ته معلومات وسپاري. آن که چیرې موږ په راتلونکي کې داسې یوه سپارښتنه هم ترلاسه کړو، نو موږ به هغه تعقیب نه کړو.»
د لیانګ هوا په خبره شرکت یې په ټولو هیوادونو کې مقرره قوانین رعایتوي. هغه زیاته کړه چې هواوي شرکت د تجهیزاتو د تأمینونکي په توګه د کاروونکو معلوماتو ته لاس رسی نه لري: «زه ډاډه یم، چې د آلمان د تلیفونونو شبکې او څارونکي اداره د دې جوګه دي، چې د کاروونکو معلومات خوندي کړي. اوس هم د آلمان د څلور جي په شبکه کې د هواوي له تجهیزاتو کار اخیستل کیږي.
«د انګلا مېرکل مثبت نقش»
لیانګ هوا، په آلمان کې د پنځه جي او هواوي په هکله بحثونو کې د آلمان د صدراعظمې نقش ستایلی دی. د هغه په خبره د مېرکل تر مشرۍ لاندې د آلمان حکومت د تجهیزاتو شبکې مبدا هیواد ته تمرکز نه کوي، بلکې له ټولو شبکو سره یو ډول چلن کوي.» لیانګ زیاته کړه چې دغه چلن په آلمان کې د مخابراتي زیربنا د ودې له پاره مثبت دی.
هواوي یوازې د پنځه جي شبکې د بالقوه امنیتي خطر له کبله تر انتقاد لاندې نه دی، بلکې دغه شرکت د څیرې د تشخیصولو د تکنالوژۍ د تامینونکي په توګه هم تر انتقاد لاندې دی. ویل کیږي چې په وروستیو کې په چین کې له دغه تکنالوژۍ څخه استفاده پراخه شوې او پر نورو سربیره د اویغوري لږکیو د کنترول له پاره ترې هم استفاده کیږي. د هواوي شرکت مشر لیانګ وایي چې دا طبیعي خبره چې د هرې نوې تکنالوژۍ په هکله بحثونه کیږي. خو د هغه په خبره د شرکت له پاره یې د بشري پرمختګ او عمومي هوساینې موضوع مطرح ده.
د دویچه ویله مسوولې مدیرې اینس پول خپله وروستۍ پوښتنې داسې مطرح کړه: «د دویچه ویله رسنۍ چې زه ورسره کار کوم، په چین کې پرې بندیز دی. دا به ښه نه وی چې د بیلګې په توګه دغه مرکه خلکو د هواوي په سمارت تلیفون لیدلی شوی؟» لیانګ هوا په ځواب کې وویل: «دا به ډیره ښه وه.»