ميندي د مخکښو بريالیو ورزشکارانو په توګه
شلی آن فره سه، پریس، سريناويليامز، ماریت بيورګن او نورو ورزشکارانو خپله سپورتې دنده د ماشوم زيږولو له کبله پريښوده. خو د ماشوم له سترولو وروسته يې سپورت ته په برياليتوب سره دوام ورکړی.
شيلي ان فريزرـ پريس
شيلې ان فریزر په دوحه Leichtahtletik-WM نړيوال جام په سیالیو کې ۱۱ ځلې ګټونکې شوه. او اجازه يې درلوده چې خپل کوچنې هم له ځان سره ولري. له جمايکا څخه راغلې دا ځوانه مور د ماشوم له زيږون وروسته وخت په اړه چې خپله روغتيا او روانې حالت بیرته سم کړی، وايې: «دا یو اوږود سفر وو. ما انديښنه درلوده چې آيا وبه کړاي شم او که نه.»
الیسون فيلکس
اليسون فيلکس يوه مور ده. دغه امريکاي ښځه شبږ ځلې د المپياې لوبو ګټونکې ده او په دوحه کې د (۴۰۰ متره ـ او دوه ۲۰۰ متره ) ځغاستي سيالۍ کې يې مډال وگاټه. له ميندواره کيدلو څخه وروسته د سپونزو نایک سره يې ځکه جګړه وکړه چې په سيالۍ کې د وقفې له امله وو او تړون يې ۷۰ سلنه کم شو. نن ور ځ فيلکس بل سپانسر لري او نایک د هغې تړون بنديدزونه تنظیم کړل.
سيرينا ويليامز
د ۲۰۱۷م کال په سپتمبر مياشت کې تر لور زيږولو وروسته د تنیس دغه نړیواله لوبغاړې ډيره ناهيلې وه. د هغې د خپلو معلوماتو له مخې چې هغه، مهال دا ۳۶ کلنه ښځه بيخې مرګ ته نږدې شوې وه. له ۱۳ مياشتو بيرته راګرزيدنې وروسته ويليامز بيا کومه لوبه نه ده ګټلې. که څه هم څلور ځلې د مسابقو تر فاينل پورې رسیدلې خو څلور واړه يې بايللې دي.
مارګاریت کورت
د ماشوم زیږدنې له وقفي وروسته د هغه ښځې له پاره چې سرینا ويليمز بې ګټې غوښتل د هغې ریکارد جوړکړي. هغه له استراليا څخه مارګریت کورت ده چې څلور ځلې د ګراند سلم لقبونه وګټل. د خپل مسلکې ژوند په اوږدو کې هغې درې ماشومان درلودل او د تنيس کوونکی په توګه يې هغه وخت خپل دغه کار پريښود، کله چې د څلورم ځل له پاره ميندواره شوه.
ماریت بیورګن.
د جون مياشتې په وروستيو کې د نړۍ تر ټولو غوره سکې وهونکې اعلان کړه، چې ميندواره ده او د نړيوالو لوبو يو موسم له لاسه ورکوي. د هغې هدوف: په لايتې کې د ۲۰۱۷م کال مسابقو کې ونډه وه. دغه کار ډير ښه وو، د نړۍ غوره لوبغاړې يو زوي وزيږاوه او بیرته په ۲۰۱۷م کال کې د نړۍ څلور لقبه اتله شوه. په ۲۰۱۸م کې په پويونچانګ کې دوه څلې د المپيک لوبو طلايي مدال وګاټه.
تریزا الشامار
د سویدن غوره لامبو وهونکي په ۲۰۱۳م کال کي خپل دغه سپورت پريښود چې میندواره شوه. دې لامبو هونکې تر اوسه د نړیوالو،اروپاي مسابقو څو اتلوالۍ او دغه راز د المپيک دري مډاله تر لاسه کړي دی، خو د سرو زرو هيڅ مډال نه لري. د لامبو حوض ته بیرته تر راګرزیدنې وروسته الشامار نور کوم لومړيتوب نه لري.
دریادومراشیوا
د خپلې لور تر زیږون يوازي څلور مياشتې وروسته دریا مراشیوا بیرته مسابقې ته راوګرزیده او په نړيواله لوبو کې تر ګډون وروسته يې د سپينو زرو مډال وګټی. د بياتلون په نامه سپورت کې چي د سکې په منډه کې نخښه ولي. د دې هڅو د ۲۰۱۸م کال په مسابقو کي د سرو زرو مدال ګټلو ته لاره اواره کړه. دومراتشیوا په ۲۰۱۸م کال کې دغه سپورت پريښود او په اوس له خپل ميړه سره د چين ملي ټيم ته روزنه ورکوي.
کریستین آرمسترانگ
نه يوازي مور، بلکې زوی يې هم د مور په بريا خوشاله دی. د سرو زرو مډال. امریکايي بایسکل چلونکي کریستين ارمسترانګ په ۲۰۱۲م کال په لندن کې په ازمایشې دوره کې د سرو زرو مدال تر لاسه کړ او په ۲۰۰۸م کال کي په پيکنګ کې تر ټولو چټکه ګډون کونکې وه.
ايزابل ويرت
له لسو کالو راهیسې ايزابل ورت يو زوی لري. ويرت په آس زغلونه کې د المپيک شپږ مسابقې ګټلي او څلور د سپينو زرو مډالونه، گټلي دي.
هایک درشلر
د نړۍ ټوپ وهونکي او ترينیرې هايک درشلر په ۱۹۸۹م کال کې زوی تونې وزيږاوه. د يوې مور په توګه درشلر چې هغه مهالDDR دوران وو، د وړاندې ټوپ وهنې په نړیوالو مسابقو کې د سروزرو دوه مډاله تر لاسه کړل.
کیم کلیستر
کيم کلیسترد تنیس ورزشکاره او يوه بریالۍ مور د WTA تورنمنت لوبغاړې. بلجیميان د هغې بیرته راتګ په هکله پوهيږي. په ۲۰۰۷م کال کي په ۲۲ کلنۍ کې د لومړې ځل له پاره هغې سپورت پريښود. په ۲۰۰۹م کال کي هغه د يوې لور مور شوه او وروسته يې بیا دغه سپورت ته دوام ورکړ. هغي د Grand-Slam دري تورنمنتونه ګټلي او په ۲۰۱۲م کال بیا بريالۍ شوه.