میرمنې فکر کوي چې که خواړه خراب کړي، میړونه به یې وډبوي!
د نړیوال بانک راټول شوي معلومات ښيي چې په یو شمیر هیوادونو کې د خوړو د خرابولو یا سوځولو په صورت کې د مېړه له لوري وهل د توجیه وړ ګڼي. په هکله یې معلومات په دې انځوریز البوم کې کتلی شئ.
چاد هیواد
په چاد افریقايي هیواد کې ۴۸،۶ سلنه میرمنې د خوړو د سوځولو یا خرابولو پر مهال د میړنو لخوا وهل توجیه کوي.
سینیګال
سینیګال هم د هغو افریقايي هیوادونو په ډله کې دی چې ۲۲،۶ سلنه پوښتل شوې میرمنې یې د خوړو د سوځولو له امله د میړنو لخوا وهل د توجیه وړ یو عمل ګڼي.
افغانستان
په افغانستان کي پوښتل شوې ۱۸،۲ سلنه میرمنې په دې باور دي چې که چیرته خواړه وسوځوي یا خراب یې کړي، میړه یې حق لري چې دوی ووهي.
روانډا
په روڼدا افریقايي هیواد کې بیا ۸،۹ سلنه پوښتل شوې میرمنې د میړونو لخوا د خوړو د سوځولو په بدل کې وهل د توجیه وړ کار ګڼي.
زیمبابوي
په زیمبابوې کې بیا ۸،۱ سلنه میرمنې د خوړو د سوځولو له امله د میړونو لخوا وهل د توجیه وړ یو عمل ګڼي.
ګواتیمالا
د نړیوال بانک د معلوماتو په اساس په ګواتیمالا کې ۴،۲ سلنه پوښتل شوې میرمنې د میړونو لخوا وهل او ډبول کیدل د توجیه وړ کار ګڼي.
کولمبیا
په کولمبیا کې بیا یوازې ۱،۱ سلنه میرمن د خوړو د سوځولو پرمهال د میړونو لخوا وهل کیدل توجیه کوي. د خوړو د سوځولو په بدل کې د میړونو لخوا د میرمنو د وهلو په هکله دغه معلومات نړیوال بانک راټول کړي او کولی شئ چې له دې ځایه نور معلومات ترلاسه کړئ: www.worldbank.org