نری رنځ څه ډول ناروغي ده؟
د روغتيا په برخه کې نری رنځ يا توبرکلوز په نړۍ کي يوه اساسي ستونزه ده. دا څه ډول ناروغي ده او تر ډيره په کومو هيوادونو کي سته؟ انځوريز راپور.
نری رنځ څه شی دی؟
د دغي ناروغۍ عمومي نخښي دا دي چي له ټوخی سره خلط ملگری وي او په خلط کي لږ وينه هم وي، د سينې قفس يې درد کوي، ضعف باندي راځي، وزن بايلي، تبه يې کيږي او ريږدي او د خوب پرمهال خولې کوي. د نري رنځ ناروغي د هوا له لاري له يو کس څخه بل ته انتقالیږي.
کوم کسان په نري رنځ د اخته کېدو له خطر سره مخامخ وي؟
د خوراک کمښت يا خوارځواکي، خراب روغتيايي شرايط، رواني فشار، سختي ناروغۍ لکه اچ آی وي او ايدز يا حتی د شکري ناروغي هم د بدن د معافيت سيستم کمزوری کوي او په نري رنځ اخته کېدو ته لاري پرانيزي.
نری رنځ په کومو هيواونو کي ډير دی؟
د نري رنځ ناروغي په ټولو هيوادونو کي سته. د روغتيا نړیوال سازمان د کارپوهانو د ارزوني له مخي په دغي ناروغۍ د نوو اخته سوو کسانو۵۶سلنه يوازي په شپږو هيوادونو کي دي: هند، اندونيزيا، چين، نايجريا، فليپين او پاکستان. په يادي ناروغۍ د نوو اخته سوو ۱۰،۴ ميليونو کسانو له ډلي څخه په سلو کي ۴۵ يې په جنوبي آسيا او په سلو کي ۲۵ يې په افريقا کي دي.
پر نری رنځ ناروغۍ د غلبې لار څه ده؟
د نري رنځ ناروغۍ له اپيدمۍ سره مبارزه او موثره شېوې واکسين او د ناروغۍ تشخيص او درملنه ده. په دې خاطر نو په ځانگړې توگه بيا د دغي ناروغۍ له پاره د واکسین په برخه کې ډيره پانگونه اړينه ده. د دغي ناروغۍ له پاره واکسين نژدې سل کاله مخکي جوړ سوی دی. له ۱۹۹۸م کال راهيسي د روبرت کوخ انستيتوت د دغه واکسين د کارولو توصيه نه کوي.
آيا د سل ناروغۍ درملنه کيدای سي؟
که د يوه انسان په بدن کي د پاتوژن باکتريا مقدار ډير وي نو د سل يا نري رنځ ناروغۍ درملنه يې ستونزمنه وي. پاتوژن هغه باکترياوي دي چي په دارو سره نه کنتروليږي. د دغو باکترياوو لرونکي کسان ځانگړي درملني ته اړتيا لري. دغه درملنه ۲۱ مياشتي دوام کوي او د دې مصرف د پرمختيا په درشل کي هيوادونو له پاره ډېر گران دی.
«د سل ناروغۍ پای»
ملگرو ملتونو په ۲۰۱۵م کال کي اعلان وکړ چي موخه يې تر ۲۰۳۰م کاله پوري د نري رنځ ناروغۍ صفر کول دي. د روغتيا نړيوال سازمان بیا ويلي دي چي د نوي واکسين په راتگ سره کيدای سي تر ۲۰۳۵م کاله پوري دغه هدف ته ورسيږي.
نژدې ۱۳۵ کاله مخکي آلمانی ډاکټر او ميکروب پيژندونکی روبرت کخ، وتوانېد چي پاتوژن يا د نري رنځ ناروغۍ د توليد عامل کشف کړي. د روغتيا نړيوال سازمان په حواله هرکال له دغي ناروغۍ هرکال ۴۵۰۰ کسان مري او ۲۸زره کسان نور په اخته کيږي. د هغوی ډيری کوچنيان دي.