1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ننګرهار کې د مرمر ډبرو او ګچو ۲۷ کارخونې تړل شوي دي

۱۴۰۱ فروردین ۱۷, چهارشنبه

په ننګرهار کې د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د طالبانو د حکومت له پیله تر اوسه په دې ولایت کې د مرمر ډبرو او ګچو ۲۷ کارخونې تړل شوي او د نورو د تړلو امکان هم شته دی.

https://p.dw.com/p/49XlV
Afghanistan Marmorfabrik
آرشیف انځورانځور: DW/Elham

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال مشر عبدالوهاب خوږیاڼي دویچه وله ته وویل، د طالبانو د حکومت له پیل تر اوسه په دې ولایت کې د شوکاڼي یا تالکو، ګچو، مرمرو او چپسو کارخونو کارونه خراب شوي او فابریکه لرونکي له ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي.

نوموړي د طالبانو د حکومت له لوري پر کارخونو د مالیو لوړول، د رغنیزو پروژو او ساختماني چارو په ټپه درېدل او د بانکي سیستم غیرنورمال حالت د دغو ۲۷ کارخونو د تړل کېدو عمده لاملونه یادوي.

دی وايي، د جمهوریت پر مهال پر هر ټن شوکاڼي شپږنیم سوه افغانۍ مالیه وه؛ خو طالبانو دا تر دوو زرو لوړه کړې او که دا حالت وي، نو د فعالو کارخونو حالت لا پسې خرابېدای شي.

Afghanistan Marmorfabrik
انځور: DW/Elham

عبدالوهاب خوږیاڼی دغه راز زیاتوي، له بهره د مرمرو ډبرو واردېدلو هم د مرمرو فابریکو پر کارونو منفي اغېز کړی او که د طالبانو حکومت ورته پام ونه کړي، نو د کورنیو مرمر ډبرو او چپسو ځای بهرني هغه نیولی شي.

دغه راز، وهاب خوږیاڼی د شوکاڼي یا تالک کارخونو اوسنی حالت هم د اندېښنې وړ بولي او زیاتوي چې کارونه یې خراب شوي دي.

شوکاڼی یا تالک د سینګارتوکیو په جوړولو کې کارول کېږي او د ننګرهار د خوږیاڼو، حصارک او شیرزادو په ګډون په شپږو ولسوالیو کې په زیاته پیمانه شتون لري او اوس مهال یې یو ټن له پنځو تر لسو زرو افغانیو پلورل کېږي.

Infografik Karte Minerals in Afghanistan being extradited illegally by armed groups

مرمر ډبري هم د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې شته چې چپس هم ترې جوړېږي. دغو کارخونو د تړلو له امله لسګونه کسان بې روزګاره شوي دي.

د مرمرو د یوې تړلې فابریکې مشر عبدالولي وايي، د توکو د پلور بازار د سړېدو له کبله يې فابریکي تړلي او ګڼ شمیر کاریګر يې ځواب کړي دي؛ خو که حالت ښه شي خپله کارخونه به بېرته فعاله کړي.

د یو شمېر فعالو کارخونو مشران بیا وآيي، که څه هم کارونه یې نه دي درولي؛ خو د نظام بدلون، لوړې مالیې او خراب بازار یې کارونه « ډېر» خراب کړي دي.

روح الله د شوکاڼي د یوې فعالې کارخونې مشر دی وايي، لسګونه کسان ورسره په فابریکه کې کار کوي؛ خو اوسني خراب اقتصادي حالت کې یې ایله دومره کړي چې خپل کار یې جاري ساتلی؛ خو ډېره ګټه ورته نه کوي.

ننګرهار کې د مرمر، چپسو، شوکاڼي او ګچو کارخونې کاریګر وايي، د طالبانو د حکومت له پیل سره پر کارخونو سربېره د دوی کارونه هم خراب شوي او عاید یې کم شوی دی.

Afghanistan Marmorfabrik
انځور: DW/Elham

د ننګرهار اوسېدونکی عبدالحق چې د مرمر ډبرو په یوې کارخونې کې یې کار کاوه وايي، کلونه یې د مرمر ډبرو کارخونې کې کار کړی او له همدې لارې یې خپله کورنۍ ساتله؛ خو اوس یې حالت ښه نه دی. هغه هیله لري، چې د طالبانو حکومت د نورو تر څنګ دې برخې ته هم پام وکړي څو د دوی کارونه پیل او ژوند یې ښه شي.

د ننګرهار د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مالوماتو له مخې په تېرو شلو کلونو کې په ننګرهار کې تر پنځو سوو د بېلابېلو توکیو کارخونې جوړې شوې وې، چې ځینې یې له اوله سره نه وې فعالې شوې، ځینې اوس تړل شوي او که حالت همداسې وي، نو د نورو د تړلو ګواښ هم شته دی.

دغې خونې د ټولو تړلو کارخونو کره شمېر ورنه کړ.

 

 

امید دیدار، د دویچه ویله خبریال
امید دیدار د المان بن ښار کې د دویچه ویله په مرکزي دفتر کې ملټي میډیا خبریال دی.@omdeedar