نوی ډيلی: په کشمير کې به ټيلفوني خدمات بيرته فعال شي
۱۳۹۸ مهر ۲۰, شنبهاعلان
له سرينګر څخه د فرانسې خبري آژانس د رپوټ په حواله، د هندوستان د حکومت وياند روهيت کنسال ويلي دي چې دغه تصميم په هيماليې سيمه کې د پيښو تر ارزونې وروسته نيول شوی دی.
کنسال چې په دې اړه ېې په يو خبري کنفرانس کې خبرې کولې، وويل: «د تيلي کام خدماتي شبکې پرته، د ګرځنده ټيلفونونو ټولې هغه شبکې چې له مخکې يې لګښتونه پرې کړي، د دوشنبې ورځ له غرمې څخه به بيرته فعالې او په کار به پيل وکړي.»
د رپوټونو په حواله، په کشمير کې د ټيلفوني خدماتو نه شتون خلک له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. په دغې سيمه کې د ګرځنده تيلفونونو او د انترنيت خدمات وروسته له هغې بند شول چې د لومړي وزير نريندرا مودي په مشرۍ د نوي ډهلي حکومت، د روان کال د اګست مياشتې په ۵مه، د کشمیر نيمه خپلواک حيثيت لغوه کړ. هندوستان د دغه اقدام لامل امنيتي مسائيلو پورې تړي.
ash/tw/rbu/mks/aa