نوی کرونا ويروس څرنګه او چيري خپور سوی؟
د نړۍ په ۱۸۵ هيوادونو کي تر ۲۸ لکو څخه زيات انسانان په نوي کرونا ويروس اخته سوي دي. دا چي دغه ويروس کله، چيري او څنګه خپور سو، دلته يې ولولئ:
د نوي کرونا ويروس لومړۍ پيښي
د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په ۳۱مه نېټه د چين د ووهان سيمي چارواکو پخلی وکړ چي د نمونيا په شان په يو نوې ناروغۍ په لسهاو انسانان اخته سوي دي. څو ورځي وروسته کارپوهانو د دې پخلی وکړ چي دغه انسانان په يو نوي ډول ويروس اخته سوي دي.
د ويروس لومړی قرباني
د چين چارواکو د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ مياشتي په ۱۱مه نېټه خبر ورکړ چي د نوي ويروس له کبله يو داسي ۶۱ کلن کس خپل ژوند له لاسه ورکړی دی چي زيات وخت به د ووهان د حيواناتو بازار ته ورتله. دا حالت په چين کي د رخصتيو پر وخت رامنځ ته سو کله چي چينايانو د هيواد دننه زيات تګ او راتګ کوي.
په نورو هيوادونو کي د ويروس خپراوی کله پېل سو؟
دا د سيول انځور دی چي پکښي د ماسک رانيولو له پاره د خلکو اوږد قطارونه معلوميږي. د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په منځ کي د روغتيا نړيوال سازمان پر دغه ويروس لومړی راپور خپور کړ. د جنورۍ په شلمه نېټه په جاپان، جنوبي کوريا او تايلند کي د لومړيو پيښو تصديق وسو. يوه ورځ وروسته په متحده ايالاتو کي له ووهان څخه بېرته تلونکي کس کي د ويروس تصديق وسو.
د ووهان بشپړ بندښت
د ووهان ۱۱ میليون نفوس لرونکی ښار د جنورۍ په ۲۳مه نېټه په بشپړه توګه بند کړل سو. په دې ترڅ کي ښار ته تلونکي او راتلونکي ټولې مځکنۍ او هوايي لاري وتړل سوې. د ښار دننه ټول ترانسپورت بندل کړل سو. دغه وخت ۲۳ کسان په دغه ويروس وژل سوي ول.
نړيوال روغتيايي بېړنی حالت
د روغتيا نړيوال سازمان د جنورۍ په ۳۰مه نیټه نړيوال روغتيايي بېړنی حالت اعلان کړ. دا د هغه وروسته چي په چين کي په نوي ويروس د اخته کېدونکو شمېر زرونو ته پورته سو. د فبرورۍ په دويمه له چين څخه دباندي د کرونا له کبله د يو ۴۴ کلن کس د مړيني خبر ورکړل سو. هغه وخت په چين کي ۳۶۰ کسان له دغه ويروسه مړه سوي ول.
د کويد-۱۹ زېږون
د روغتيا نړيوال سازمان د فبرورۍ په ۱۱مه نېټه د نوي کرونا ويروس له کبله رامنځ ته کېدونکي د سږو ناروغۍ ته د کويد-۱۹ نوم ورکړ. د فبرورۍ تر ۱۲مي پوري په چين کي تر ۱۱۰۰ زيات کسان په نوي کرونا مړه سوي او د مريضانو شمېر تر ۴۴ زره اوښتی وو. هغه وخت په ۲۴ هيوادونو کي د نوي کرونا د پيښو پخلی سوی وو
په اروپا کي لومړۍ مړينه
په فرانسه کي د فبرورۍ په ۱۴مه نېټه يو ۸۰ کلن چينايي سيلانی په دغه ويروس مړ سو. په اروپا کي د نوي کرونا له کبله دا لومړۍ مړينه وه. هغه وخت په چين کي له دغه ويروسه د مړه سوو کسانو شمېر تر ۱۵۰۰ زيات سوی وو چي پکښي يو شمېر يې په هوبې ايالت کي رامنځ ته سوي مړيني هم شاملي وې.
افغانستان او پاکستان کي د نوي کرونا لومړۍ پېښې
په افغانستان کي د ويروس لومړۍ پېښه د فبروۍ په ۲۴مه نیټه په هرات کي ثبت سوه. په پاکستان کي له ايران څخه کراچي ته په بېرته ستون سوي يو محصل کي د فبرورۍ مياشتي په ۲۶مه نېټه د کرونا نوی ويروس وموندل سو. دا په پاکستان کي ثبتېدونکې د کرونا ويروس لومړۍ پېښه وه. د مارچ په ۱۸مه نېټه د پاکستان په څلورو واړو ايالتونو کي د کرونا پيښي ثبت سوي وې.
په ټوله نړۍ کي د کرونا چټکه خپرېدنه
په وروسته ورځو کي دغه ويروس په ډېره چټکۍ د نړۍ په نورو برخو کي خپور سو. په دې ترڅ کي په منځني ختيځ، لاتين امريکا او نورو هيوادونو کي د دغه ويروس پيښي ثبت سوې. د فبرورۍ په ۲۸مه نېټه په ايټاليا کي په دغه ويروس ۸۰۰ انسانان اغېزمن کړي ول او ويروس په اروپا کي په چټکۍ د خپرېدو په حال کي وو. د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په متحده ايالاتو کي له نوي کرونا څخه لومړی کس ومړ.
د اروپا او امريکا تر منځ تړلي دروازې
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د مارچ په ۱۱مه نېټه د اروپا سره ټول پروازونه ودرول او د مارچ په ۱۳مه يې بېړنی حالت اعلان کړ. فرانسې د مارچ په ۱۷مه نېټه په ټول هيواد کي لاک ډاون نافذ کړ او اروپايي اتحاديې له اتحاديې دباندي څخه پر راتلونکو مسافرو بنديز ولګاوه.
د اغېزمنو شمېر تر يو مليون زيات سو
د اپريل مياشتي په دويمه نیټه د نړۍ په ۱۷۱ هيوادونو کي د نوي کرونا د پيښو پخلی سوی او د ناروغانو شمېر تر يو میليون اوښتی وو. تر دغې نيټي په نړيواله توګه تر ۵۱ زرو زيات انسانان له دغه ويروسه مړه سوي ول. د اپريل تر لسمي د مړ شمېر تر ۱۰۰۰۰۰ واوښت.
نژدې ۲۰۰ زره مړيني او ۲،۸ مليونه ناروغان
د اپريل په ۲۲مه نېټه په نوي کرونا ويروس د اخته سوو کسانو شمېر دوه نيم مليون ته رسېدلی وو. د اپريل تر ۲۵مې نېټي په ټوله نړي کي تر ۱۹۷ زرو څخه زياتي مړيني رامنځ ته سوي او د اغېزمن سوو کسانو شمېر تر اته ويشت لکو او پنځلس زرو اوښتی وو. په نړيواله توګه له دغه ويروس څخه د روغو سوو کسانو شمېر تر اوه لکه پنځه نيوي زرو اوښتی دی.