هرات: ګمرکي عايدات د تير کال په پرتله ډير سوي
۱۳۸۹ دی ۲۸, سهشنبهد هرات د ګمرک ريس خليق الله خليق وايي چي په تيرو ۹ مياشتو کي يې د هغه ولايت د ګمرک د عايداتو څخه شاوخوا ۹مليارده ۶ سوه زره افغاني د دولت خزاني ته سپارلي دي.
د هغه په خبره د عوايدو د ډيروالي عامل يې دادی چي گمرکي اداره يې په پرمختللوو کاري وسايلو سمبال سوې.
خليق د دويچه ويله سره په خبرو کي زياته کړې:« د تير کال په پرتله مو عايدات ډير دي سږ کال مو ۲ مليارده ۹ سوه ۲۲ ميليونه افغاني د تير په پرتله ډير عاید تر لاسه کړی.»
د دغه ګمرک له لاري ډير خوراکي توکي، د سون مواد ، او موټران د سوداګرو په زريعه افغانستان ته راځي.
کارپورهان نيوکه کوي چي هيواد يې بايد د صادراتو له اړخه عايدات ډير کړي نه د وارداتو. د هغوی په خبره د قناعت وړ به هغه وخت وي چي موږ ډير صادرات ولرو.
د هرات کمرک په اړه هر وخت داسي خبري کیدې چي عايدات يې ډير دي خو مرکزي دولت ته ډير لږ رسيږي، او يا داچي د خراب کمرکي سيسټم په خاطر عايدات سم نه معلوميږي.
خو اوس د هغه ولايت د گمرک ريس وايي چي وروسته تر هغه چي اداره يې په کمپيوټري سيسټم سمبال سوې پخواني ټولي ستونزي له منځه تللی.
« په اداره کي مو د امريکا د متحده ايالاتو او نړيوالي ټولني د نورو هيوادونو په مالي مرسته د کودا کمپيوټري سيسټم او لابراتوار تر څنګ څه نوري شعبې هم فعالي کړي،او مامورين مو هم د مسلکي وړتياو په اساس د اداري اصلاحاتو د ادارې له خوا ګمارل سوي دي اوس هيڅ ستونزه نه ليدل کيږي.»
د هغه په خبره اوس به مو هر وخت عايد روښانه او پر خپل وخت به مرکزي خزانې ته انتقاليږي.
شرفيار/ هرات
کتونکی: نجيب الله زيارمل